د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

هشت صبح: د دوحې فرصت له لاسه ووت خو استانبول کې د سولې نوی فرصت رامنځته شو


Afghanistan -- Kabul More Press د کابل ډېری ورځپاڼې, بیشترین روزنامه های کابل, photo, 03 July 2017
Afghanistan -- Kabul More Press د کابل ډېری ورځپاڼې, بیشترین روزنامه های کابل, photo, 03 July 2017

کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې د افغان سولې بهیر، په ترکیه کې د جوړېدونکې سولې ناستې او د امریکا له خوا افغان چارواکو ته د لیک د استولو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکي، د دوحې د بین الافغاني مذاکراتو فرصت د سولې لپاره معنادار نه و، د دواړو لورو ترمنځ د نظر ژور اختلافاتو موجود و، نو ځکه هم له لاسه ووت.

په سرمقاله کې راغلي، اوس چې نړیوالې ټولنې د افغان سولې بهیر د چټکتیا لپاره تازه هڅې پیل کړي، نو یو بل تاریخي فرصت ترلاسه شوی چې باید له لاسه ونه وځي.

د لیکوال په اند له بل هر وخت زیات ملګري ملتونو او د نړۍ ځواکمن او دغه شان د سیمې هېوادونه په افغان سوله هوکړې ته رسېدلي او د دوحې د بین الافغاني ناستې له ناکامي وروسته نړیوال په دې هڅه کې دي چې د افغانستان ۴۲ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

هشت صبح لیکلي:

د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې به د ترکیې په کوربتوب په استانبول کې د نړیوالو تر څار لاندې د سولې افغاني ناسته وشي چې د افغان حکومت او طالبانو سربېره په کې د سیاسي ګوندونو استازي هم برخه واخلي دا ناسته به د بُن لومړۍ ناستې ته ورته وي چې د طالبانو له پرځېدو وروسته یې د اوسني حکومت بنسټ کېښود.

د لیکوال د معلوماتو له مخې له نېکه مرغه هېڅ لوري له نوي فارمول سره مخالفت نه دی کړی، یوازې ناستې ته د ورتګ لپاره ارګ او د ملي مصالحې عالي شورا په خپلو کې اختلافات لري چې داسې حرکتونه ممکن د سولې روان بهیر ته یو څه زیان واړوي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک او د سولې لپاره د انتقالي حکومت طرحې پر وړاندې افغان چارواکي نه پوهېږي چې څنګه غبرګون وښيي او څه وکړي؟

په سرمقاله کې یادونه شوې چې له همدې امله وېره ده چې د دوی دریځ به ستونزې لا زیاتې کړي، دې حالت په حکومت کې دننه د ارګ او د ملي مصالحې عالي شورا ترمنځ هم واټن پیدا کړی دی.

لیکوال سپارښتنه کوي چې د امریکا له خوا د انتقالي حکومت طرحې ته غبرګون او په دې اړه د پرېکړې لپاره په کار ده چې افغان چارواکي او سیاستوال سره یوه خوله وي او داسې دریځ خپل کړي چې له سولې سره مرسته وکړي او د افغانستان ګټې خوندي کړي، دا چاره به د ليکوال په اند د افغان لوري دریځ پیاوړی او د سولې پر وړاندې ممکنه خطرونه را کم کړي.

د سرمقالې په پای کې ښپارښتنه شوې چې د سولې د وروستیو هڅو او د امریکا د طرحې په اړه باید یوه ملي اجماع رامنځته شي یا لږ تر لږه د سیاستوالو او حکومت یو واحد غږ پیدا شي، دا غږ باید معقول او د سولې او افغانستان په ګټه وي.

  • هېواد

بل خوا هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر استولی لیک چې د مشارکتي نظام د جوړېدو سپارښتنه په کې شوې ده، د افغان سیاستوالو او اروپايي ټولنې په ګډون یې سخت غبرګونونه پارولي دي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، سولې ته جدي اړتیا ده، خو باید بېړه په کې ونه شي، بلکې په پوره دقت سره په دې اړه پرېکړه وشي او د ملت ارادې او ملي ګټو ته درناوی په کار ده.

د سرمقالې په پای کې یادونه شوې چې افغانستان د امريکا له مرستو او همکاريو د زړه له تله مننه کوي، خو دغه هېواد خپل تاريخي، جيوپوليټيک او ستراتيژيک ارزښت لري چې سوله او ثبات يې نېغ په نېغه پر سيمه او نړۍ اغېزې لري، امريکا بايد له تېر په عبرت اخېستو د افغانستان وياړونو ته درناوی وکړي او داسې همکاري وکړي چې د افغانستان په شمول سيمه او نړۍ خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG