د بشر حقونو کمېسیون: افغانان سولې ته له اوږده انتظاره ستړي شوي

په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. ارشيف 12.9.2020

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، افغانان سولې ته له اوږده انتظاره ستړي شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه لري، چې د سولې په خبرو کې راغلی ځنډ او خنډ دې نور پای ته ورسېږي.

د کمېسیون په حواله، افغانان له دغه ځنډ او د جګړو له دوامه ستړي دي او غواړي چې د سولې خبرې یوه نتیجه ورکړي.

شهرزاد اکبر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر پرون ازادۍ راډیو ته وویل: "دا مهمه ده چې د مذاکرو دواړه لوري د مذاکرو مېز ته ستانه شي. افغانان واقعاً سولې ته له انتظار او له جنګه ستړي شوي دي. ډېره موده وشوه چې د ملکیانو په ګډون افغانان وژل کېږي. د مذاکرو له دواړو لوریو د کمېسیون دا تمه ده، د جګړې له کبله د رامنځته شوې غمیزې اندازې ته په پام، ژر تر ژره مذاکرو ته کېني ځکه دې شخړې بشري حقونو ته د خلکو لاسرسی له خنډ سره مخامخ کړی دی. دوی دې خبرو ته دوام ورکړي او پر اوربند دې سلا وکړي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تېره میاشت په یوه لیک کې د نورو غوښتنو تر څنګ د مذاکرو له دواړو لوریو پر اوربند د سلا کېدو، په پروسه کې د جګړې د قربانیانو د غږ اورېدلو او د هغوی حقونو ته د درناوي غوښتنه کړې وه.

ټاکل شوې وه، په قطر کې د مذاکرو دویم پړاو د جنورۍ له پنځمې پیل شي، خو داسې ښکاري چې تر اوسه له ځنډ او خنډ سره مخامخې دي.

تر دې مخکې د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د روانو ناخوالو مسوولیت پر وسله والو طالبانو اچولی و او ویلي یې وو، په هېواد کې د روانو بدمرغیو عاملان هغه کسان دي چې اوربند نه‌کوي، جګړه‌یې روانه ساتلې او د سولې مذاکرو ته خنډ جوړوي.

په ارزګان کې طالب جنګیالي. ارشيف

د طالبانو یوه ویاند ذبیح اله مجاهد د سولې په مذاکرو کې راغلی ځنډ د وخت یوه اړتیا بللې او ویلي یې وو، دا پروسه په ټپه نه ده درېدلې.

په قطر کې د مذاکرو له پیل سره هم په افغانستان کې د ناامنیو لړۍ ختمه شوې نه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) پرون په خپل یو تازه راپور کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو له پیل یعنې د ۲۰۲۰م کال د سپټمبر له دوولسمې د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ تر ۳۱مې نېټې پورې د رسنیو ۱۱ کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعان په هدفي حملو کې وژل شوي دي.

بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د بشري حقونو او مدني ټولنې پرخه کې د وزارت مرستیالې ډاکټرې عالمې پرون وویل چې د سولې په پروسه کې باید خلک ونډه ولري او د خلکو ټول ارزښتونه دې په کې خوندي شي.

مېرمن عالمې دا څرګندونې پرون په کابل کې هغې غونډې ته وکړې چې ځینو قومي مخورو په کې برخه درلوده.