د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

امرالله صالح: د کابل ښار د پنځمې حوزې امر د طالبانو په حمله کې ووژل شو، غچ‌یې اخلم


کابل کې پر یو لنډکروزر موټر نننۍ چاودنه
کابل کې پر یو لنډکروزر موټر نننۍ چاودنه

کابل روانه اوونۍ هم امن نه و، نن چهارشنبه د کابل په پغمان ولسوالۍ او دوهمه ناحیه کې درې چاودنې وې چې دوه تنه په‌کې ووژل شول او پنځه نور یې ټپیان کړل.

د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې امر محمدزی کوچی د طالبانو په حمله کې ووژل شو.

ښاغلي صالح د چهارشنبې په ورځ پر خپله فېس‌بوک پاڼه ولیکل: "زه د افغانستان د وسله‌والو قواوو هر منسوب خپل ورور ګڼم. نن مې یو له دغو وروڼو او همکارانو طالبانو شهید کړ. محمدزی کوچی سنګین، با وقاره او پاک صاحب منصب و. له اطلاعاتي پلوه کراره کراره د پنځمې حوزې پر وضعیت مسلط شوی و. سل ورځې مو سره کار وکړ. نه‌یې هېروم او غچ به واخلم."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له شپږ نیمو بجو غونډې وروسته په خپل فېس‌بوک پاڼه دا هم لیکلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه تروېستي پېښې شوي چې څلور تنه په‌کې وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هم وايي، د کابل ښار په نننیو چاودنو کې د پنځمې امنیتي حوزې امر محمدزی کوچی وژل شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د سلواغې ۲۲» په کابل کې د پولیسو یوه ټولي ته په وینا کې وویل: "نن یوه پېښه وشوه، د پنځمې امنیتي حوزې امر چې دندې ته په لاره و، له خپل ساتونکي سره د ماين په چاودنه کې ووژل شو، هغه یو پياوړی افسر و، دښمن ونه‌شو زغملی، تل به‌یې د کابل خلکو په ځانګړې توګه د پنځمې حوزې خلکو د هوساینې لپاره هڅه او کار کاوه."

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې وژل شوی امر محمدزی کوچی
د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې وژل شوی امر محمدزی کوچی

د افغانستان د کورنیو چار وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغه پېښه کې یو پولیس او درې ملیکان ټپيان شوي هم دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې نن سهار په کابل کې درې چاودنې شوي چې دوه تنه په‌کې وژل شوي او پنځه نور یې ټپيان کړي دي.

خو ښاغلي فرامرز د پېښې د قربانیانو په اړه معلومات ورنه‌کړل چې نظامیان او که ملیکان وو.

د نوموړي په خبره لومړۍ چاودنه نن سهار ۸:۱۵ د پغمان ولسوالۍ د عبدالعلي کلا په سیمه کې په یو رنجر موټر شوې چې تلفات نه‌لري.

نوموړی زیاتوي چې دوهمه چاودنه ۸:۳۸ د کابل ښار دوهمې ناحیې قوای مرکز په سیمه کې په یو فورتینر موټر شوې چې څلور تنه په‌کې ټپيان شوي دي او درېیمه چاودنه هم ۸:۵۵ د بره‌کي څلورلاري ته نږدې په یو لنډکروز موټر شوې چې دوه تنه په‌کې وژل شوي او یو کس‌یې ټپي کړی.

کابل کې د محمدزي کوچي پر موټر چاودنه
کابل کې د محمدزي کوچي پر موټر چاودنه

د کابل د پنځمې حوزې د امر وژنه د ملي مصالحې عالي شورا له لوري هم وغندل شوه.

دوی په جلا اعلامیو او لیکنو کې ویلي چې د افغانستان د ښمنان تاوتریخوالی او وینې تویېدنې ته دوام ورکوي او په سوله او روغه باور نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ښار په باغ داوود سیمه کې په یوه وسله‌وال برید کې د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا ریاست د سرپرست په ګډون د دغې ادارې درې کارکوونکي ووژل شول.

که څه هم د افغانستان حکومت د دې ډول پېښو مسؤل طالبان بولي، خو طالبان په دغو پېښو کې خپل لاس لرل ردوي.

XS
SM
MD
LG