د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

اشرف غني: داسې سوله دې راشي چې د تاوتریخوالي پای وي نه د بلې تراژیدي پیل


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سې شنبه (د سلواغې ۲۱مه) هندوستان سره د شاتوت بند د جوړېدو د تړون د لاسليک په انلاین غونډه کې وویل، په افغانستان کې شرایط تر هر بل وخت حساس پړاو ته رسیدلي.

جمهور رئیس غني وايي، افغانان د یوې هر اړخیزې سولې ملاتړ کوي: "که سوله راځي باید داسې سوله راشي چې تاوتریخوالي په کې نه وي، نه داسې سوله چې يوه بله تراژېدي رامنځته کړي، تېرو تکرار شوېو تراژېدونه باید خلکو ته یو تجربه پاتې وي، څو موږ تاریخ بیا تکرار نه کړو، سوله په افغانستان کې ممکنه ده، که طالبان او ملاتړې یې یوه سمه سیاسي لاره غوره کړي."

ښاغلي غني وویل، تاوتریخوالی او د عامو افغانانو وژنه نورباید ودرول شي.

د نوموړي په خبره، ګاونډي هېوادونو د افغانستان د سولې د ټینګښت په برخه کې مهم رول لوبولی شي او باید دې برخه کې له همکارۍ ډډه ونه کړي.

د هندوستان صدارعظم نرندرا مودي هم د شاتوت بند د تړون په لاسليک غونډه کې په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه او ويې ويل چې وروستی تاوتریخوالی د هېڅ ډلې په ګټه نه شي تمامیدای.

  • عبدالله عبدالله:طالبانو د خبرو مېز ته شا کړې

له دې سره هممهاله د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم نن سې شنبه (د سلواغې ۲۱مه) په کابل کې د یوې غونډې پرمهال روان حالت د اندېښنې وړ وبللو.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل، طالبانو اوس د خبرو میز ته شا کړې او هیله لرو چې دا حالت بدل شي: "له بده مرغه طالبانو د خبرو میز پرېښودلی، که څه هم یوه د تماس ډله شته، خو د سولې له خبرو سره هېڅ مرسته نه کوي، بلاخره سوله د افغانانو تر منځ ده او افغانان باید په خپلو کې د سولې یو نقشه جوړه کړي، څو یوې هوکړې ته ورسېږي."

ښاغلي عبدالله په ټینګار سره وویل، د روانو حالاتو د حل لاره یوازې خبرې دي او مقابل لوری 'طالبان' باید دې اصل ته جدي پام وکړي.

د مصالحې عالي شورا مشر د سولې په خبرو کې د رامنځته شوي حالت نه د وتلو لپاره له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې طالبان د خبرو میز ته حاضره کړي.

هغه په ټینګار سره وویل، د سولې د راتګ لپاره نوره هېڅ بهانه نه ده پاتې.

د يادونې وړ ده چې امریکا کې د نوي حکومت په رامنځته کېدلو او په دې اړه د هغه هېواد د چارواکو له څرګندونو وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه به بیا اروزل کېږي، طالبان دوحه کې د افغان مرکچي پلاوي سره خبرو ته بې علاقې او ګاونډیو هېوادنو ته يې سفرونه پیل کړي.

دا چې په قطر کې به د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې بیا کله پیلېږي دا لا نه ده معلومه؟

XS
SM
MD
LG