د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

جو بایډن: د امریکا اوږدې جګړې به په مسؤلانه ډول پای ته ورسوم


د امریکا دفاع وزارت پنټاګون کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وینا
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وینا

که څه هم په افغانستان کې د تېره یوه کال پر مهال هېڅ امریکايي عسکر نه‌دی وژل شوی، خو تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، غواړي په مسؤلانه ډول هغه جګړې پای ته ورسوي چې ډېر کلونه‌یې دوام وکړ، خو هغه مشخصاً د افغانستان نوم نه‌دی اخيستی.

ولسمشر بایډن له لوړې کولو وروسته په لومړي ځل د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون کې د وینا پر مهال ویلي، زور کارول باید وروستۍ لار وي، نه لومړۍ.

د امریکا ولسمشر داسې مهال په نړۍ کې د خپلو اوږدو جګړو د پای خبره کوي چې له دې وړاندې د سپینې ماڼۍ واکمن ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړه، هغه څه چې لا یې په دې هېواد کې د نږدې ۲۰ کلنې جګړې ټغر نه‌دی ټول کړی.

ښاغلي بایډن پر دې خبرې له ټینګار سره چې د اوږدو جګړو د پای اراده لري، وايي خو دا ډاډ مهم دی چې ترهګري نور د امریکا خلک نه‌ګواښي.

جو بایډن زیاتوي: "زه به له وزیر اسټین او د نړۍ له مشرانو سره کار وکړم، څو هغه جګړې چې ډېر کلونه‌یې دوام وکړ، په مسؤلانه ډول پای ته ورسوم او ډاډ ترلاسه کړم چې د ترهګرۍ ګواښ نور نه‌شي کولای د امریکا د خلکو امنیت وګواښي."

ارشیف، په افغانستان کې مېشت یو شمېر امریکايي سرتېري
ارشیف، په افغانستان کې مېشت یو شمېر امریکايي سرتېري

د امریکا ولسمشر په مسؤلانه ډول د اوږدو جګړو د پای خبره داسې مهال کوي چې حکومت‌یې په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره له طالبانو سره د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د هوکړې په بیا ارزونه بوخت دی.

د بایډن حکومت ته د کانګرس له‌خوا د افغانستان د وضعیت د څېړنې ډلې هم مشوره ورکړې چې له دې هېواد څخه د عسکرو ویستل په وضعیت او شرایطو پورې وتړي.

له دې وړاندې د افغانستان د ګاونډیانو چين، ايران او هندوستان په ګډون اروپايي ټولنې او ناټو هم له امریکا غوښتي چې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ویستو په برخه کې د بېړې پر ځای، له دقت کار واخلي.

  • خو په مسؤلانه ډول د اوږدو جګړو پای څه معنی؟

د پوځي چارو پوه عبدالباري عارض وايي: "مسؤلانه وتل، د یوې جګړې د پای او په واقعي ډول د داسې سولې راتلل چې په هغې کې بشري حقوق، د زده‌کړو او کار حقونه او د ښځو حقونه خوندي وي. مسؤلانه وتل باید د افغانستان نظام له ستونزو سره مخ نه‌کړي، یعنې بنسټونه چې تر اوسه پورې څومره کار شوی، همداسې خوندي وساتل شي."

عبدالباري عارض
عبدالباري عارض

خو د امریکا ولسمشر هم دا ډاډ ورکوي چې په نړۍ کې به خپل هېڅ متحد یوازې پرې نه‌ږدي.

ښاغلی بایډن وايي: "زه به ستاسې د سر اعلی قوماندان په صفت هېڅ‌کله هم د امریکایانو د حیاتي ګټو او په ټوله نړۍ کې د خپلو متحدانو د دفاع په برخه کې د اړتیا پر مهال د زور له کارولو ډډه ونه‌کړم. د دفاع وزارت مهم او اړین مأموریت زموږ د دښمنانو د بریدونو مخنیوی، د اړتیا پر مهال په جګړو کې د امریکا د امنیت د ساتلو لپاره جنګېدل او بری ګټل دي، خو زه باور لرم چې زور باید، وروستۍ لاره وي، نه لومړۍ."

که څه هم د امریکا حکومت د خبرو او ډیپلوماتیکو لارو د اوږدو جګړو د پای غوښتونکې ده، خو د افغانستان د سولې خبرو بیا تر اوسه کومه لویه بریا نه‌ده لرلې.

په تېره نږدې یوه میاشت کې د افغان دولت او طالب پلاویو ترمنځ د سولې خبرو پر دوام هېڅ ډول غونډه نه‌ده شوې.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "زموږ مقابل لوری باید د سولې لپاره له جوړ شوي طلايي فرصت ګټه واخلي، څو مذاکرات پیل او په افغانستان کې تل‌پاتې او باعزته سوله راشي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

طالبان هم ځان سولې ته ژمن بولي او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد وايي، دوی له خبرو په شا شوي نه‌دي.

خو د سولې خبرو د دوام او هغه څه چې متحده ایالات‌یې د جګړې مسؤلانه پای بولي، لا یې هم په اړه د جو بایډن د حکومت وروستۍ تګ‌لاره نه‌ده روښانه، خو هیله شته چې هغه به ژر په دې اړه برخه کې خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG