د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا: طالبانو د سولې خبرې ځنډولي


ارشیف، د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر په مشرۍ د دغې ډلې مرکچي پلاوی
ارشیف، د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر په مشرۍ د دغې ډلې مرکچي پلاوی

د سولې خبرو کې د ځنډ په دوام، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا يې د يو لامل په اړه خبرې کوي.

دغه شورا وایي، طالبانو د سولې خبرې د امریکا د نوي حکومت له‌خوا د سولې هوکړې د ارزولو د پایلې تر معلومېدو ځنډولې دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د سلواغې ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، طالبان دغه‌شان د امریکا له‌خوا د تړون په اړه په احتمالي توګه د نویو شرایطو د وضعه کېدو سره موافق نه‌دي.

ښاغلی دین محمد زیاتوي، طالبان غواړي پوه شي چې د امریکا او د دوی ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې د لاسلیک شوي تړون له ارزونې وروسته د متحده ایالاتو نوې پرېکړه څه ده.

ښاغلی دین محمد وايي: "طالبان د امریکا ارزونو ته ایسار دي. همدارنګه‌یې نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړل. امریکا هم غواړي د ارزونو په نوم امتیاز واخلي، خو طالبان هم وايي، که تړون ارزول کېږي ودې ارزول شي، خو که له ارزونې وروسته په‌کې بدلون راځي او شرایط ایښودل کېږي، نو دوی هم شرایط لري، نو له همدې امله خبرې د طالبانو له‌خوا معطل دي."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد

د جو بایډن په مشرۍ واک ته له رسېدو وروسته، د متحده ایالاتو نوي حکومت له طالبانو سره د سولې د شوي تړون ارزونه پیل کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، غواړي پوه شي چې په دې تړون کې څه راغلي دي، طالبانو څه ژمنې کړي او متحده ایالاتو ته کوم مسؤلیتونه ور تر غاړې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مرکچي پلاوي یو غړی وایي له يوې مياشتې د زیاتې مودې په تېرېدو سره، لا هم طالب پلاوی د سولې خبرو مېز ته نه‌دی‌حاضر شوی.

د مرکچي پلاوي دې غړي د خپل نوم او غږ د نه‌خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، طالبان په یوه او بل نوم بهانې کوي او خبرو ته نه چمتو کېږي.

له دې وړاندې د افغانستان د مرکچي پلاوي یو بل غړي رسول طالب طالبان تورن کړي و چې د سولې معنی لرونکو خبرو ته اصلاً لېواله نه‌دي.

د افغان مرکچي پلاوي غړی رسول طالب
د افغان مرکچي پلاوي غړی رسول طالب

طالبان بیا د دې خبرو په اړه تازه غبرګون نه‌ښيي.

خو په قطر کې د دې ډلې د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دوی له مبارزو موخه د اسلامي نظام جوړول دي.

هغه زیاته کړې، داسې اسلامي نظام باید جوړ شي چې ټول افغانان په‌کې ګډون ولري، عدالت حاکم شي او داسې سوله راتلونکې ده.

خو په داسې حال کې چې طالب پلاوی د سولې خبرو ته لېوالتیا نه‌لري، په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي حضور څه معنی لري؟

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "د افغانستان اسلامي جمهوريت پلاوی په داخلي مجلسونو او له ملاتړو هېوادونو سره په مجلسونو او کار بوخت دی. همدا ډول له خلکو سره انلاین غونډې کوي. د افغانستان د خلکو غوښتنه همدا ده چې ژر تر ژره مقابل لوری د خبرو مېز ته حاضر شي، څو په اساسي مسایلو بحثونه پیل شي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالب پلاویو ترمنځ د سولې دوهم پړاو خبرې د جنورۍ په شپږمه پیل شوې، خو د اجنډا د جوړېدو په اړه له څلور غونډو وروسته چې پایله‌یې هم نه‌درلوده، دا خبرې له یو ډول خنډ سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې بیا هدفي وژنو او جګړې زور اخیستی او د اروپایي ټولنې په ګډون یو شمېر هېوادونو په اساسي او ښه ډول له سره د سولې خبرو د پیل غوښتنه کړې.

هغه غوښتنه چې لا هم لبیک ورته نه‌دی ویل شوی.

خو له دې ټولو سره سره افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دلوې د ۲۶مې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، افغانان به سولې ته په رسېدو دا خبره غلطه ثابته کړي چې ګنې، افغانستان کې سوله نه‌شي راتلی.

XS
SM
MD
LG