د افغانستان روغتیا وزارت: تر اوسه د کرونا د نوې بڼې مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې

افغان جاپان روغتون کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه په دې هېواد کې د کرونا ویروس د نوې بڼې کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

کرونا ویروس چې نړۍ یې له لوی سرخوږي سره مخ کړې او اوس‌یې دوهمه بڼه په نړۍ کې په چټک ډول د خپرېدو په حال کې ده، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې لا له وړاندې یې د مخینوي لپاره جدي تدابیر لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله تره‌کي ازادي راډیو ته وویل: "مثبته پېښه نه‌شته، خو تدابیر ورته جدي نیول شوي، د بېلګې په توګه په جناح روغتون کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱،۲۰۰ بالونه اکسیجن تولیدېږي، ۱۴،۰۰۰ بسترونه مو چمتو کړي، د معاینې لپاره په کافي اندازه کېټونه شته، ۱۲۰ د تنفس مصنوعي دستګاوو ماشینونه لرو، په زیات شمېر کې ډاکتران روزل شوي دي."

افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته د روغتیاپالانو لارښوونې

ښاغلی تره‌کی وايي چې د کرونا ویروس د دوهمې څپې شااوخوا دوه اوونۍ اوړي، خو اوس دغه ویروس په افغانستان کې ثابت حالت غوره کړی.

د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي وايي چې په تېرو ۵۲ اوونیو کې چې کرونا ویروس افغانستان کې خپور شوی، تر دې دمه‌یې ۵۲،۰۰۷ کسان نیولي چې له ډلې یې ۲،۱۷۰ مړه شوي او نور بېرته رغېدلي دي.

د دغه وزارت تازه ارقام ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خصوصي او دولتي روغتونونو کې د کرونا ویروس ۱۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له امله‌يې ۱۲ کسان مړه شوي دي.

روغتیا پالان له خلکو غواړي چې له کوره دباندې ماسک وکاروي، له روغبړ ډډه وکړي، تولنیز واټن مراعت کړي، څو د کرونا ویروس په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د افغان جاپان روغتون پخوانی مشر ډاکتر حکیم‌الله صالح د کرونا ویروس د نوې بڼې د مخنیوي لپاره ازادي راډیو ته وویل: "د ویروس تغییر او تدبیل یوه عادي خبره ده، همدا رنګ د کرونا ویروس هم بدلون کوي، نوې بڼه‌یې په ډېره چټکۍ سره خپرېږي، د خطر کچه تر اوسه نامعلومه ده، د نوي ویروس علایم له پخواني سره یو ډول دي، دولت باید پولې وتړي، هغه کسان چې افغانستان ته راځي باید جدي معاینه شي، هر وګړی باید وقایوي تدابیر ونیسي، لاسونه ومینځي، ټولنیز واټن مراعت کړي."

حکیم‌الله صالح

دا په داسې حال کې ده چې په ګڼو هېوادونو کې د کرونا نوې بڼه چې لومړی په بریتانیا کې تثبیت شوې، په چټکۍ سره خپرېږي.

له بریتانیا دباندې د دغه ویروس نوې پېښې په سویډن، اسپانیا، هانګ کانګ، سنګاپور، استرالیا، فرانسې او جاپان کې ثبت شوي.

د روغتیا پالانو په وینا د کرونا دا نوې بڼه ډېر ژر خپرېږي ، خو د مخکېني په شان، وژونکې نه‌ده.

په نړۍ کې د کرونا ویروس واکسین داسې مهال د تطبیق په حال کې دی چې د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر له یو میلیون او اته لکو واوښت.