د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

روغتیا وزارت:کرونا وېروس د خپرواي د مخنیوي په پار ایران او پاکستان ته مه ځئ


په تورخم کې تېریدونکي افغانان
په تورخم کې تېریدونکي افغانان

څلور ورځې وړاندې پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې هغو افغانانو ته د کرونا ویروس د ټېست منفي پایلې سند ورسره نه وي، له تورخمه به د تېرېدو اجازه ورنه کړل شي.

‎د پاکستان دغه اقدام د هغو افغانانو لپاره چې هره ورځ د تورخم له لارې دغه هېواد ته اوړي سرخوږی جوړ کړی دی، ځکه په دولتي لابراتوارونو کې کرونا ټېست ستونزمن دی او په خصوصي کې پرې لوړ لګښت راځي.

‎پاکستان ته د سفر لپاره د کرونا ویروس ټېسټ کول جبري شول

‎جان اغا د ننګرهار او بختیار ساپي د کونړ ولایتونو اوسېدونکو چې په تورخم لاره غواړي پاکستان ته ولاړ شي په دې اړه یې ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "موږ د یوې کورنۍ ستونزه له امله پاکستان ته د تګ اراده کړې، خو اوس د کرونا ټېسټ غواړي، په کتار کې باید ودرېږو، مخکې دا خبره نه وه خو دې اوونۍ کې دا مسئله پیل شوې، ‌‌‌‌‌‌ډېر خلک له ستونزو سره مخ دي، د تګ راتګ کرایه جلا او بیا په لابراتوارونو کې په ‌‌‌‌‌‌ډېره لوړه بیا ټېسټ کېږي چې ان تر شپږو زرو افغانیو هم لګېږي.

-موږ افغانان د کرونا دې وخت کې څومره له اقتصادي پلوه زیانمن شوو، د دې پرځای چې دوی سره مرسته وشي دا اوس بل بوج کېښودل شو، یو ناروغ چې تر لس زرو افغانیو د درملنې لپاره له ځان سره واخلي تر دې څلور زرو د ټېست لپاره نور د ویزو په اخېستلو کې په زحمت شي هغوی به څنګه خپله درملنه وکړي."

په هرات کې هغه روغتون چې د کرونا وېروس د ناروغانو درملنه کیږي
په هرات کې هغه روغتون چې د کرونا وېروس د ناروغانو درملنه کیږي

‎اوس د عامې روغتیا وزارت له ټولو خلکو غوښتي چې د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي لپاره بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان ته له سفره ډډه وکړي.

‎دغه وزارت وایي، په هرو ۲۴ ساعتونو کې تر۲۴زره افغانان ګاونډیو هېوادونو ته د تګ په موخه د افغانستان له پولو اوړي، خو په خبره یې دغه وزارت په همدې موده کې یوازې کرونا د پنځه زره ټېسټونو ظرفیت لري.

‎د دغه وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري: "له پاکستان سره خبرې پیل شوي، څو دغه ستونزه حل شي ټوله هڅه مو دا ده چې وکړای شو په هېواد کې کړکېچ کنټرول کړو، له خلکو د همکارۍ غوښتنه لرو چې سفرونو ته یې اړتیا نه وي نه دې ځي چې په هېواد کې د دغه ویروس د لا خپرېدو مخنیوی وکړو."

‎د عامې روغتیا وزارت وایي چې له بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه یې دا موضوع پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې چې د ستونزې حل لار وموندل شي.

‎ له دې وړاندې له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته د هوایي سفر کولو لپاره د کرونا ویروس ټیسټ کول جبري و.

‎پاکستان ته د تګ لاملونه درملنه، کار او ژوند کول دي چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په خبره دوه نیم میلیونه افغانان په کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG