د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸۰ ملیونو واوښت


امریکا کې په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته بستر ناروغان او د درملنې پر مهال ډاکتران
امریکا کې په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته بستر ناروغان او د درملنې پر مهال ډاکتران

په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کرونا پر ضد د واکسیناسیون له پیلېدو او د کرونا د نوې بڼې له ثبتېدو سره هم‌مهاله په نړۍ کې په دې ویروس د اخته شویو کسانو شمېر تر ۸۰ ملیونو واوښت.

د جانز هاپکنز پوهنتون له لوري له وړاندې شویو شمېرو سره سم، د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه په نړۍ کې نږدې یو ملیون او ۸ لکه تنه په دې وبا مړه شوي دي.

د جمعې د ورځې په وروستیو ساعتونو کې اروپايي اتحادیې ته د فایزر او بیو اېن تیک د واکسین له رسېدو وروسته د جرمني، هنګري او سلواکیا په شان د اروپايي اتحادیې ځینو هېوادونو د شنبې له ورځې د واکسین تزریق پیل کړی دی.

د جرمني د خبري اژانس ډي پي اې د راپور له مخې، لومړنی واکسین په دغه هېواد کې یوې زړې ښځې ته ورکړل شو چې ۱۰۱ کلنه ده.

XS
SM
MD
LG