د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

ځینو اروپایي هېوادونو د "کوېډ۱۹" ضد واکسین دوزونه ترلاسه کړل


ارشیف
ارشیف

بېلابېلو اروپایي هېوادونو فایزر بایو انتیک شرکت څخه د کرونا ویروس پر ضد د واکسین د لومړني دوزونه ترلاسه کول پیل کړل.

ډېریو هیوادونو لکه اتریش، پولینډ، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، ناروې او سویډن نن د ډسمبر ۲۶ د پولیسو تر جدي څار لاندې دغه واکسینونه ترلاسه کړل.

د اروپایې کميسیون مشرې اورزلا فون دیرلین پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې دا واکسین د اروپایي ټولنې په ټولو غړو هېوادونو کې شته.

د دې په خبره دا واکسینونه به مرسته وکړي، چې په اروپایي هېوادونو کې ژوند د وخت په تېرېدو بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

XS
SM
MD
LG