د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

فرانسې او جاپان د کرونا په نوې بڼې اخته شوي کسان ثبت کړي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د راپورونو له مخې، په فرانسې او جاپان کې د کرونا ویروس په نوې بڼه د لومړنيو کسانو د اخته کېدا موارد ثبت شوي او ورسره په دغو هېوادونو کې د کرونا د دې نوي ډول د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د فرانسې د روغتیا وزارت پرون (جمعه) اعلان وکړچې د یوه فرانسوي چې له بریتانیا خپل هېواد ته ستون شوی و، د کرونا ټېست وښوده چې د کرونا په نوې بڼه اخته شوی دی.

د دې راپور له مخې، دا سړی اوس په قرنطین یا تجرید کې دی او وضعیت یې ښه دی.

د بریتانیا د روغتیا وزارت د دسمبر په ۱۴ مه ویلي و چې داسې ښکاري چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس تازه څپه د کورونا د یوه نوي ویروس ده.

د جاپان روغتیا وزیر نوریسا تامورا خبرې غونډې ته پرون وویل چې پنځه تنه وروسته تر دې قرنطین شول چې دا تایید شوه چې دوی په دې نوې کرونا اخته شوي دي.

جاپان وویل،پنځه تنه وروسته تر دې قرنطین شول چې دا تایید شوه چې دوی په دې نوې کرونا اخته شوي دي.
جاپان وویل،پنځه تنه وروسته تر دې قرنطین شول چې دا تایید شوه چې دوی په دې نوې کرونا اخته شوي دي.

دا پنځه تنه مخکې تر دې له بریتانیا جاپان ته تللی و چې جاپان له بریتانیا څخه د مسافرو پر تګ بندیز ولګوي.

ویل کېږي چې د کرونا دا نوې بڼه تر مخکینۍ هغې په سلو کې ۷۰ ژر خپرېږي.

د بریتانیا له لوري د کرونا د نوې بڼې له اعلانه وروسته د فرانسې په شمول یو شمېر هېوادونو بریتانیا ته د الوتکو تګ راتګ ودرواوه.

فرانسې تېره اوونۍ بریتانیا ته د اوبو او هوا پولې پر بریتانیايي مسافرو وتړلې. د دې کار له کبله د دوو هېوادونو ترمنځ د تجارتي مالونو په راکړه ورکړه کې هم لوی خنډ پېښ شو.

د روغتیا د نړیوال سازمان له اټکلونو سره سم، کوم کسان چې د کرونا ویروس په نوې بڼه اخته کېږي، په متوسط ډول یې یو اعشاریه ۵ کسانو ته انتقالوي، حال دا چې د مخکیني هغه په اړه ویل کېدل چې یو اعشاریه یو ته لېږدول کېږي.

د روغتیا نړیواله اداره چې په ملګروملتو پورې تړاو لري، په عین حال کې وايي چې داسې هېڅ نښه یې نه ده لیدلې چې د کرونا نوې بڼه دې تر پخوانۍ سخته او یا وژونکې وي.

XS
SM
MD
LG