"طالبانو سره له جوړ جاړي وروسته به سیاسي نظام کې ټولې خواوې ښکېلې وي"

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د امریکا او طالبانو د دوحې له هوکړې وروسته اوس د افغانانو او نړیوالو شریکانو سترګې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو هوکړې ته دي.

له دې سره ډېرو ته دا پوښتنه پیدا کېږي چې که دغه افغاني خواوې جوړجاړی کوي، نو د افغانستان راتلونکی نظام به څه ډول وي؟

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، دوی داسې نظام رامنځته کوي چې د طالبانو په ګډون ټولې خواوې په کې شاملې وي.

ښاغلي محب تېر ماښام (د منځني ختیځ د ستونزو حل) په نوم کانفرانس ته چې بحرین کې جوړ شوی و، وویل، له نوي نظام سره به داسې افغانستان رامنځته شي چې له ځان او ګاونډیو سره سوله کې وي.

دی وايي: "افغان حکومت له طالبانو سره خبرې کوي چې سیاسي حل لاره پیدا او طالبان په حکومت کې شامل کړي، موږ ممکن په دې وتوانېږو چې یو داسې نظام رامنځته کړو چې ټول افغانان په کې ځان وویني او د هغه نظام په چوکاټ کې یې د فکرونو استازیتوب وشي چې موږ یې جوړوو."

ښاغلي محب که څه هم د جوړېدونکي نظام بشپړ څرنګوالی مشخص نه کړ، خو له دې وړاندې دولت په جمهوري نظام او برعکس طالبانو بیا په "سوچه اسلامي" نظام ټینګار کړی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د نظام د څرنګوالي په اړه خبرې له وخته مخکې دي خو په خبره یې "راتلونکی نظام بايد په اسلامي او ملي اساساتو بنا" وي.

په یوه نظام کې د طالبانو او نورو افغانانو د راټولېدو هڅې داسې مهال کېږي چې د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د افغانستان له تر ټولو لویې جګړې ټول عسکر وباسي.

دا مهال امریکا افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۴ نیم زرو ته را کم کړی او ټاکل شوې راتلونکې جنورۍ میاشته کې دا شمېر ۲ نیم زرو ته راټیټ کړي.

له افغانستانه په بیړه د امریکایي سرتېرو وتلو پر افغان دولت سربیره یو شمېر امریکایي سیاستوال هم اندیښمن کړي.

تازه د امریکا د استازو جرګې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغه اقدام مخه ونیوله چې غوښتل یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ناببره کم کړي.

د امریکا د ۲۰۲۱میلادي کال د ملي دفاعي جواز قانون له مخې د امریکايي پوځیانو د شمېر کمولو پرېکړه، د امریکا د نورو ادارو تصویب ته هم اړتیا لري.

د ټرمپ د ادارې لوی درستیز وړمه ورځ وویل، دوی به دوه نیم زرو ته د خپلو سرتیرو له راکمولو وروسته افغانستان کې دوه لویې پوځي اډې وساتي.

دا چې دا پوځي اډې به تر کومه وخته ساتي او که د اوږد وخت لپاره وي، د طالبانو او امریکا له هوکړې به سرغړونه نه وي؟، دا هغه پوښتنې دي چې مارک میلي ځواب کړي نه دي.

خو میلي ویلي، افغانستان کې د دوی د سرتېرو راتلونکی د امریکا د منتخب ولسمشر جوباید په پریکړه پورې اړه لري، بایډن د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي، که بریالی شي، افغانستان او عراق کې به دوه نیم دوه نیم زره سرتیري وساتي.