د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

ناټو: که له افغانستانه ډېر ژر او له همغږۍ پرته ووځو، ډېر تاوان به وګالو


ارشیف
ارشیف

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هغو اندېښنو ته په پام چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ او د امریکا د دفاع د نوي سرپرست وزیر کریسټو فرملیر د وروستیو څرګندونو پر سر راپورته شوي وایي، له متحدو ایالتونو او د افغانستان په ماموریت کې ښکېلو له خپلو نورو متحدینو سره له نژدې په تماس کې دی.

سټولټڼبرګ وایي، ناټو افغانستان ته پر متحدو ایالتونو د ۲۰۰۱ میلادي کال له تروریستي بریدونو وروسته د دې لپاره تللي چې دا مسئله یقیني شي چې دا هېواد بیا د نړېوال ترورېزم پر اډې بدل نه شي.

هغه ویلي چې له اروپا او ورهاخوا په سلګونو زرو سرتېرو په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه دغه ماموریت مخ ته وړي چې له زرو زیاتو یې هم د دې ماموریت لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، افغانستان ته یوځای ته تللي او کله چې یې مناسب وخت را ورسېد، له دې هېواده به ټول سره یوځای او په هماهنګ ډول بېرته وځي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، افغانستان ته یوځای ته تللي او کله چې یې مناسب وخت را ورسېد، له دې هېواده به ټول سره یوځای او په هماهنګ ډول بېرته وځي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، اوس دوی له یوې سختې پریکړې سره مخامخ دی.

نوموړی وایي، شاوخوا شل کاله ناټو او متحدینو یې په افغانستان کې تېرکړل او نور نه غواړي چې د زیات وخت لپاره په دې هېواد کې پاتې شي، خو په عین حال کې ټینګار کوي چې که له افغانستانه ځواکونه ژر او له هماهنګي پرته ووځي، ښایي تاوان به یې ډېر زیات وي.

سټولټنبرګ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د امریکا د ولسمشر تر انتخاباتو مخکې له افغانستانه د روان کال تر پایه د امریکایي سرتېرو د ایستلو په اړه د متحدو ایالاتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر څرګندونو سربېره د دفاع وزارت لپاره د هغه له خوا د نوي ټاکل شوي سرپرست وزیر کریسټو فرمیلر وروستیو څرګندونو هم چې ویلي یې دې باید جګړې ختمې او سرتېري ژر بېرته هېواد ته ستانه کړای شي، د ناټو له متحدینو سره اندیښنې زیات کړې دي.

د امریکا نوی ټاکل شوی سرپرست وزیر کریسټو فرمیلر
د امریکا نوی ټاکل شوی سرپرست وزیر کریسټو فرمیلر

کریسټو فرمیلر د دفاع وزارت پر څوکۍ تر ټاکل کېدو وروسته خپلو پوځیانو ته په لومړني پیغام کې ویلي چې ټولې جګړې باید پای ته ورسیږي او امریکایي سرتیري باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ناټو سرمنشي وایي، د دې خطر شته چې افغانستان بیا د نړېوال ترورېزم پراډې بدل شي او ترهګر له هغه ځایه زموږ پرهېوادونو حملې پلان کړي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي دولت ډله یا داعش چې په عراق او سوریه کې یې خلافت ړنګ شوی، ښایي افغانستان کې بېرته ځان سمبال کړي.

د امریکا په سنا جرګه کې د اکثریت جمهوري پالو مشر میچ مککانیل هم له وخته مخکې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه اندیښنه ښکاره کړې ده.

مککانیل ویلي، د ځواکونو دا ناڅاپي کمېدل به افراطي ډلو ته د تبلغیاتي بریا چانس برابر کړي او د شریکانو یوازې پرېښودل به وګڼل شي.

دی وايي: "له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژر وتل زموږ متحدین اغېزمنوي او هغه کسان به خوشحاله کړي چې زموږ زیان غواړي."

د امریکا په سنا جرګه کې د اکثریت جمهوري پالو مشر میچ مککانیل
د امریکا په سنا جرګه کې د اکثریت جمهوري پالو مشر میچ مککانیل

د ناټو د سرمنشي د رسنیو د دفتر له خوا ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې ناټو او متحدین یې په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوي. د دغې پروسې د یوې برخې په توګه ناټو په افغانستان کې خپل حضور ډېرعیار کړی او وایي چې په دې هېواد کې به د خپل حضورپه اړه غورکولو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې په اوس وخت کې د ناټو په مشرۍ ماموریت کې ۱۲ زره سرتیري برخه لري چې له نیمایي زیات یې له امریکا پرته د نورو هېوادونو دي.

ناټو وایي، له افغانستانه د نورو امریکایي سرتېرو د ایستلو په صورت کې به هم دا تړون په دې هېواد کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، هغوی ته د سلا ورکولو او ملاتړ ماموریت ته دوام ورکړي.

ناټو دغه راز ویلي چې دا تړون به تر۲۰۲۴ میلادي کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه پرځای کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر انتخاباتو وړاندې ویلي و چې له افغانستانه به ټول امریکايي پوځیان تر کرسمس مخکې راوباسي.

XS
SM
MD
LG