د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

رایز ټو پیس: له بن تر دوحې پورې، ولې افغانستان تر اوسه په جنګ کې دی؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • رایز ټو پیس

له بن تر دوحې پورې، ولې افغانستان تر اوسه په جنګ کې دی؟ امریکایۍ رایز ټو پیس خپرونې تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د اوسني نظام چې د بنسټ ډبره‌یې د جرمني په بن ښار کې کېښودل شوه او اوس‌یې راتلونکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې ټاکل کېږي، کتنه کړې ده.

په دې اړه د خپاره شوي مطلب په پاسنۍ برخه کې یو تصویر خپورشوی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او تر شا یې د مارشال محمد قسیم فهیم او یو شمېر نورو جهادیانو څېرې ښکاري چې سړي ته د بن تر غونډې وروسته حالت انځوروي.

رایز ټو پیس لیکي، وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو پوځ په افغانستان کې د شمالي ټلوالې ډلې په مرسته د طالبانو واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود، د جرمني د بن ښار د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربه و.

په دې کنفرانس کې په افغانستان کې د نوي ډیموکراتیک نظام اساس کېښودل شو چې د انتخاباتو، د ښځو او نورو بشري حقونو، مدني ټولنې او نورو سیاسي ازادیو مسایل یقیني کړي.

داسې انګېرل کېده چې جګړه ګواکې ختمه شوې او د دې هېواد د بیارغونې بهیر هم د نړیوالو پر پرېمانه مرستو سره پیل شو. ۱۹ کاله وروسته دوحه د افغانستان د سولې په اړه د یوې بلې غونډې کوربنه ده، داسې یوې غونډې چې یو اړخ‌یې هماغه د امریکا د پرځول شوې ۱۹ کاله مخکې واکمنۍ پاتې شوني یعنې طالبان دي.

لیکوال دلته دا پوښتنه کوي چې ولې افغانستان خپل ځان همداسې په جنګ کې ویني؟

ورپسې د طالبانو د بیا راټوکېدو په اړه د یوه منل شوي اصل یادونه کوي او لیکي، لومړي څو کلونه افغانستان په سوله کې وو، خو کله چې د امریکا پوځ ډېر پام د عراق جګړې ته واړاوه، طالبانو په پاکستان کې له خپلو امن ځایونو څخه په استفادې له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړه او بېرته‌یې ځانونه سره منسجم کړل.

لیکوال بله پوښتنه داسې مطرح کوي چې څرنګه طالبان وتوانېدل چې د ائتلافي ځواکونو او د نسبتاً سمبال شوې افغان ملي اردو په وړاندې دومره پیاوړي شي او تر دې ځایه راورسېږي؟

لیکوال وړاندې همداسې نورې پوښتنې مطرح کړي او د ځواب موندلو هڅه‌یې کړې، خو د مطلب پای هم په دې پوښتنې سره پای ته رسوي چې په افغانستان کې روانو شخړو ته پام، افغانان تر څه حده هیله‌من کېدای شي چې له طالبانو سره د سولې احتمالي موافقه به په دې هېواد کې امن او ثبات راوړي؟

  • ملیټري ټایمز

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ناټو په دې هېواد کې له یوه مبهم حالت سره مخ ده.

په دې اړه په یوه مطلب کې چې په ملیټري ټایمز ورځپاڼه کې خپور شوی، لولو چې ناټو له افغانستانه د یو زیات شمېر امریکایي ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله په دې هېواد کې پر خپلې راتلونکې غور کوي.

په دې مطلب کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې د ورځې څرګندونو ته پام اړول شوی چې په بروکسل کې یې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې مخکې په یوه خبري غونډه کې کړې دي.

سټولټنبرګ ویلي، په داسې حال کې چې متحده ایالات غواړي یو زیات شمېر سرتېري له افغانستانه وباسي، دغه پوځي تړون په دې هېواد کې د خپلې راتلونکې په اړه له یوه مبهم حالت سره مخ دی. هغه هم په داسې یوه وخت کې چې د طالبانو او د نورو سخت دریځو ډلو حملو زور اخیستی دی.

په دې مطلب کې وړاندې لولو، ناټو چې په اوس وخت کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۱ زره سرتېري لري او مأموریت‌یې چې د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې، هغوی ته په سلا ورکولو او ملاتړ متمرکز دی، تر ډېره د امریکایي پوځیانو پر هوایي ملاتړ، ترانسپورټ او لوژستیک هم متکي دی. د دې تړون اروپایي غړي به د متحده ایالاتو له مرستې پرته حتی له افغانستانه په وتلو کې هم ستونزې ولري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه کړې چې د راروان ۲۰۲۱ کال د جنوري تر نیمایي پورې نږدې نیمایي یعنې دوه زره امریکایي سرتېري له افغانستانه وباسي.

په اوس وخت کې د امریکا څلورنیم زره سرتېري په دې هېواد کې دي.

د ملیټري ټایمز ورځپاڼې په دې مطلب کې وړاندې لولو چې د ناټو عمومي منشي یسن سټولټنبرګ ویلي چې دوی له یوه ستونزمن حالت سره مخ دي، که له افغانستانه ووځي، د دې خطر شته چې دا هېواد بېرته د نړیوالو ترورېستانو پر خوندي ځای بدل شي او که په دې هېواد کې پاتې کېږي، نو مأموریت به‌یې اوږد او له نویو شخړو سره غوټه وي.

سټولټنبرګ بیا پر خپلې پخوانۍ خبرې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې که هره لاره نیسو، ډېره مهمه ده چې په ګډه، په همغږۍ او سنجول شوې توګه‌یې غوره کړو.

XS
SM
MD
LG