د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د سولې خبرې؛ دوحه کې دواړه لوري د بین الافغاني خبرو پر کړنلارې سلا شوي


په قطر کې د سولې په اړه غونډه
په قطر کې د سولې په اړه غونډه

په دوحه کې له څه کم درې میاشتو خبرو وروسته دواړو لورو نن چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) اعلان وکړ چې د بین الافغاني خبرو په کړنلاره سلا شوي دي.

د افغان دولت او طالبانو دواړو مرکچیانو رسنیو ته په یو لنډ او سره ورته پیغام کې ویلي: "د بین‌الافغاني مذاکراتو طرزالعمل د مقدمې په شمول نهايي شوی دی او پر اجنډا بحث پیلیږي."

طالبانو تر دې مخکې رسنیو ته ویلي و چې پر کړنلاره بحث د نومبر په ۱۲مه نهايي شوی دی، خو افغان مرکچي پلاوي هغه وخت ویلي و چې د کړنلارې پر مادو هوکړه شوې خو پر مقدمې یې بحثونه دوام لري.

د بین الافغاني خبرو د دې کړنلارې او مقدمې جزئیات لا رسنیو سره نه دي شریک شوي، خو تر دې مخکې ویل شوي چې کړنلاره ۲۱ مادې لري او تر ډېره په دې راڅرخي چې:

  • دواړه لوري به د بین الافغاني خبرو د پر مخ بیولو پرمهال له یو بل سره څنګه چلند کوي؟
  • خبرو کې راپورته کیدونکې ستونزې به څنګه هواروي؟
  • رسنیو سره به جزئیات څنګه شریکوي؟

دا کړنلاره په ټوله کې د خبرو د پرمخ بیولو پر اصولو او چلند راڅرخي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغان حکومت د پلاوي له دوو غړو سره
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغان حکومت د پلاوي له دوو غړو سره

له دوحې څخه پر کړنلاره او مقدمه د هوکړې د خبر له خبرېدو سمدستي وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي پر خپل ټویټر د هوکړې هرکلی کړی او دا یې د پام وړ پرمختګ بللی دی.

زلمي خلیلزاد ویلي: " په درې پاڼو کې دا هوکړه د دوی (افغان دولت او طالب مرکچیانو) له خوا د یو سیاسي هواري پر طرحه او هر اړخیز اوربند د خبرو اصول او کړنلارې ټاکي. دا هوکړه څرګندوي مرکچي لوری کولی شي پر سختو مسئلو هوکړې ته ورسیږي. "

نوموړې ددې خبرو د کوربه توب په خاطر د قطر څخه مننه کړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، اوس افغانان پر سیاسي حل لاره او اوربند د دواړو خواوو ترمنځ چټک پرمختګ ته په تمه دي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي: " موږ د دوی غوښتنه درک کوو او ملاتړ یې کوو."

نوموړي دا هم ویلي، کله چې پر سیاسي هواري او دایمي اوربند خبرې پیل شي دوی به له ټولو خواوو سره "د تاوتریخوالي د جدي کمولو او ان په دې موده کې د اوربند لپاره" سخت کار وکړي. هغه څه چې د خلیلزاد په وینا یې افغانان غواړي او مستحق یې دي.

بل خوا په دوحه کې د روانو خبرو دواړو غاړه په یو بله شریکه اعلامیه کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د دواړو پلاوو ترمنځ عمومي غونډه شوې او په کې یوې ګډې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د اجنډا موضوعات ترتیب کړي.

دا اعلامیه چې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري پر خپل ټویټر خپره کړې زیاتوي:" د دواړو مذاکره کوونکو پلاوو ترمنځ اوسني مذاکرات دا ښيي چې د افغانانو تر منځ تلپاتې سولې ته د رسېدلو لپاره اراده شته او په دې اړه دواړه خواوې ژمنې دي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو رښتینو هلو ځلو ته دوام ورکړي."

په دوحه کې بین الافغاني خبرې د سېپټمبر په ۱۲مه نېټه رسماً پیل شوې، له هغې را وروسته د افغان دولت او طالب مرکچیانو ترمنځ د خبرو اترو پر کړنلاره بحثونه له خنډ او ځنډ سره مخ شول او تر دوه نیمو میاشتو زیات وخت یې ونیوه چې خپلو د خپلو خبرو په کړنلاره هوکړه وکړي.

له دې خبرو سره په یو وخت افغانستان کې دننه جګړو او تاوتریخوالي هم دوام درلود.

اوس چې د خبرو پر اجنډا بحثونه پیلېږي ښايي له ورته خنډ او ځنډ سره مخ وي .

عام افغانان، د ملګرو ملتونو په شمول نړیوال سازمانونه او ګڼ شمېر افغانستان کې ښکېل هېوادونه د دوحې د خبرو سره خوا په خوا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په کمولو ټینګار کوي، خو تر اوسه پورې د تاوتریخوالي په کچه کې کمی نه دی لیدل شوی.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG