ملګرو ملتونو بیلاروس کې د شويو تاوتریخوالو په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بیلاروس له چارواکو غوښتي چې د لاریونونو پر مهال د شوي تاوتریخوالي څېړنو ته زمینه برابره کړي.

دې شورا د جمعې په ورځ د تاوتریخوالي د څارنې په تړاو د اروپايي ټولنې مسوده تصویب کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په بیلاروس کې د لاریونونو پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو د څارنې لپاره د اروپايي ټولنې وړاندیز ومانه.

په دې توګه به، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر میشل باشیلي ته واک ورکړل شي چې د بیلاروس وضعیت له نږدې وڅاري او د دې کال تر پای پورې خپل وړاندیزونه په یوه راپور کې وړاندې کړي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې ندا الناشف د جمعې په ورځ وویل چې دوی ته په بیلاروس کې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ راپورونه رسېدلي دي.

الناشف زیاته کړه: "موږ د زرګونه کسانو د نیولو شاهد یو، د شکنجې او جنسي تاوتریخوالي په سلګونه پېښې راپور شوي دي، موږ حتی د ماشومانو د شکنجې راپور ترلاسه کړی، خلک په رڼا ورځ د مخ پټو کسانو لخوا تښتول شوي ځکه چې هغوی غوښتل خپل نظریات په سوله ییزه توګه څرګند کړي."

اغلې ندا ټینګار وکړ چې د بیلاروس چارواکي باید رڼو، بې پرې او چټکو څېړنو ته اسانتیا برابره کړي او سمدستي تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اروپايي ټولنې وړاندیز په ۲۳ مثبتو رایو تصویب کړ.

دوو هېوادونو مخالفه رایه ورکړه.

روسیې د بیلاروس د رژیم له خوا د لاریون کوونکو د ځورونې او ورسره د تاوتریخوالي د څېړنې د پرېکړه لیک د اصلاح لپاره ځينې موارد وړاندې کړي و چې ونه منل شول.

اخوا د بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت وايي د ملګرو ملتونو سازمان دا اقدام به خطرناکه پایلې ولري.

بیلاروس تور پورې کړی چې ملګري ملتونه د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

په بیلاروس کې وروسته له هغه پراخ لاریونونه پیل شول او په کې زرګونه کسان د حکومت له خوا ونیول شول چې د اګسټ په نهمه الکساندر لوکاشینکا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

خلکو ویل چې لوکاشینکا په درغلیو بیا ولسمشر شوی او دوی ته د منلو وړ نه دی.

الکساندر لوکاشینکا

لوکاشینکا چې ۲۶ کاله په بیلاروس واک چلولی وايي چې ټاکنې یې ګټلي او په هېڅ وجه بیا ټاکنې نه ترسره کوي.