د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ښوونځیو پرانیستل کېدو ته د پوهنې وزارت اندېښنه

ارشیف، د پکتیا په یوې ولسوالۍ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د افغانستان پوهنې وزارت د طالبانو دې اعلان ته چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یې ښوونځیو ته د پرانیستل کېدو اجازه ورکړې ده، اندېښنه لري.

دغه وزارت زیاته اندېښنه دې ته لري چې په دغو سیمو کې د ښوونځیو پرانیستل کېدل ښايي د کرونا ویروس د لا خپرېدو سبب شي.

دا په تېرو شاوخوا ۱۹ کلونو کې اول وار دی چې وسله‌وال طالبان په عامه تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د ښوونځیو د پرانیستلو اعلان کوي.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۰» ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل: "طالبانو په ځینو سیمو کې زموږ له کارکوونکو دا غوښتنه مطرح کړې ده چې د هغوی تر ولکې لاندې سیمو کې باید ښوونځي بېرته پرانیستل شي، خو موږ له طالبانو غواړو چې د عامې روغتیا وزارت صحي لارښوونې مراعت کړي او موږ هڅه کوو طالبانو ته قناعت ورکړو چې اوس‌مهال د ښوونځیو په بیا پرانیستلو سره کولای شي چې کار ستونزمن کړي چې د زده‌کوونکو او زموږ د تدریسي، اداري او خدماتي کارکوونکو او د زده‌کوونکو کورنیو ته د کرونا ویروس د خپرېدو سبب شي."

د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت

تر دې مخکې مو راپور درلود چې په میدان وردګ ولایت کې وسله‌والو طالبانو له تېرې شنبې د ښوونځیو د پرانیستلو اجازه ورکړې ده.

د دغه ولایت اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې وسله‌والو طالبانو خلک په جبر او فشار مجبوره کړي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.

خو د طالبانو چارواکي وايي دوی هېڅوک په زوره ښوونځي ته په تګ نه‌مجبوروي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، د ښوونځیو پرانیستنه اجباري نه‌ده.

ښاغلی شاهین زیاتوي: "د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون په هغو سیمو کې چې د اسلامي امارت تر لاس لاندې دي، د ښوونځیو پرانیستلو ته اجازه ورکړه. لاکن دا پرانیستنه اجباري نه‌ده، نه هم د متعلمینو حضور اجباري دی."

سهیل شاهین

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ښوونځي او نورې تعلیمي ادارې رخصت کړای شوي دي. زیاتې تعلیمي او تحصیلي ادارې خپلو زده‌کوونکو او محصلانو ته درسونه په انلاین بڼه وايي.

هغه محدود شمېر ښوونځي چې له وړاندې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې فعال وو، ښوونکو او د ښوونځیو نورو مسؤلانو ته معاشونه د حکومت له‌خوا ورکول کېدل او په دغو ښوونځیو کې ګډ درسي نصاب تدریسېده.

تر دې مخکې پر وسله‌والو طالبانو تور پورې شوی چې د ښوونځیو په سوځولو، د ښوونکو په وژلو او له تعلیم څخه د زرګونه ماشومانو په محرومولو کې لاس لري.

هغه تور چې طالبانو په وار وار رد کړی و.