د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د غزني ناوه ولسوالۍ، هېڅ نارینه فارغ او هېڅ ښځینه زده‌کوونکې نه‌لري


ارشیف، د کونړ د نجونو یو ټولګی 27 Feb 2019
ارشیف، د کونړ د نجونو یو ټولګی 27 Feb 2019

د غزني ناوه ولسوالۍ په تېر ۱۳۹۷م کال کې هم له ۱۲م ټولګي څخه هېڅ فارغ نه‌درلود چې د روان کال د کانکور په ازموینه کې یې ونډه اخیستې وی.

دغه ولسوالۍ له تېرو ۱۰ کالو څخه په‌دغه وضعیت کې پاتې شوې او پاتې شپږ کاله به لا هم همداسې پاتې وي.

په غزني کې د غويي میاشتې په څلورمه، پنځمه او شپږمه نېټه د کانکور ازموینې اخیستل کېږي.​

د پوهنې رئیس محب‌الله انصار ازادي راډیو سره د مرکې پرمهال, 22 Jan 2018

د پوهنې رئیس محب‌الله انصار په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په غزني کې د پوهنې پخوانیو چارواکو دغه ولسوالۍ همداسې له تعلیمه لیرې ساتلې وه، هلته له یوې لسیزې د تعلیم پروسه، جریانات په ټپه درېدلي وو، اوس چې موږ تعلیمي بهیر په‌کې پیل کړی دی، دا به هم شپږ کاله ورته انتظار کوو بیا به‌یې نو زده‌کوونکي په کانکور کې برخه اخلي."

بل لور ته بیا د غزني مدني فغالان د ناوې ولسوالۍ د تعلیم د فلج حالت پړه د غزني پر معارف او د ولسوالۍ په قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو وراچوي.

عبدالمناف تره‌کی چې د تعلیم د عامولو لپاره هلې ځلې کوي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دولتي چارواکي نه‌غواړي چې د دغه ولسوالۍ ماشومان دې تعلیم یافته او له ټولنې سره سم سفر وکړي."

که عبدالمناف تره‌کی د چارواکو خبره کوي، خو غزت‌الله مومن‌یار بیا د تعلیم د ټپ حالت پړه د سیمې پر خلکو وراچوي.

ښاغلی مومنیار په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ولسوالۍ مشرانو، ځوانانو او مخورو په‌دې اړه هېڅ هلې ځلې نه‌دي کړي، څو په خپله ولسوالۍ کې زده‌کړې عام کړي."

د غزني ښار
د غزني ښار

په ناوه ولسوالۍ کې له تېرو ۱۲ کالو څخه په ټوله‌ییزه توګه د نجونو پر مخ ټول ښوونځي هم تړلي دي.

که څه هم د معارف چارواکي ډېری وخت د ناوې ولسوالۍ د ماشومانو د تعلیم بد وضعیت پړه د دولت پر وسله‌والو مخالفینو اچوي، خو هغوی بیا وايي، د افغانستان له تعلیمي بهیر او نصاب سره هېڅ ستونزه نه‌لری، خو د دې تر څنګ د دغه ولایت ۱۰ نورې ولسوالۍ بیا یوه ښځینه فارغه هم نه‌لري چې د مخنیوي زیاته پړه‌یې د وسله‌والو طالبانو پر غاړه وراچول کېږي.

ناوه د ډیورند کرښې ته څېرمه د غزني له مرکزه په ۱۶۲ کېلو متره واټن پرته ولسوالۍ ده چې ۹۴ کلي او د دولتي احصائیې له مخې ۳۲۴۶۴ نفوس لري چې تر نیمايي زیاته‌یې ښځې دي.

دغه ولسوالۍ له تېرو ۱۲ کالو څخه د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې ده.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG