د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

چارواکي: د تخار په درقد ولسوالۍ کې چاودنې ۹ زده کوونکي ووژل


د تخار مرکزي ښار
د تخار مرکزي ښار

د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې ماین چاودنې د ښوونځي ۹ زده کوونکي وژلي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه د درقد ولسوالۍ د طاهریانو په کلي کې د ابوذر غفاري ابتدائیه ښوونځي پر زده کوونکو شوې ده.

ښاغلی هجري وايي، دا چې د طاهریانو کلی اوس د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دی، نو د پېښې ځای ته پلاوی نشي تللی.

د درقد ولسوالۍ د طاهریانو د سیمې د ابوذر غفاري ښوونځي زده کوونکي چې کله له ښوونځي رخصت شوي، د لارې په اوږدو کې پرې د ماین چاودنه شوې ده.

وسله والو طالبانو د درقد ولسوالۍ د روان کال د وږې په ۱۹مه تر خپلې ولکې لاندې راوسته چې د روانې لړم میاشتې پر ۳مه بېرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شوه.

په همدې حال کې د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې په يوه ټرافیکي پېښه کې پنځه تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان دي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وايي، ټرافیکي پېښه هغه مهال وشوه چې يو مسافر وړونکی بس له جادې بهر شو.

د هغه په خبره، دغه بس له کابله بدخشان ته روان و.

XS
SM
MD
LG