د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

په سرپل کې د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې څه تېرېږي؟


ارشیف، په فاریاب کې د دوو تنو مېرمنو انځور چې د غالیو د اوبدلو په حال کې دي. May 05 2019
ارشیف، په فاریاب کې د دوو تنو مېرمنو انځور چې د غالیو د اوبدلو په حال کې دي. May 05 2019

په سرپل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له بشري ازاديو د ښځو محرومیت او د هغوی په وړاندې د یادې ډلې له خوا د تاوتریخوالي ترسره کېدو، د ښځو چارو ریاست او د بشر حقونو د مدافع بنسټونو اندېښنې زیاتې کړي.

د سرپل د ښځو چارو ریاست مشره نبیلا حبیبي وايي چې طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې ښځې په بېلابېلو بهانو په درو وهي او نجونې ښوونځي ته له تګه منع کوي.

د اغلې حبیبي په خبره چې طالبانو بې له شرعي محرمه له کوره د باندې د ښځو په تګ بندیز لګولی او همدارنګه د ښځو په وړاندې حقوقي او جزايي شکایتونو ته په صحرايي محکومو کې رسېدنه کوي.

د سرپل د ښځو چارو ریاست مشره نبیلا حبیبي
د سرپل د ښځو چارو ریاست مشره نبیلا حبیبي

​هغې زیاته کړه:

"ښځې ډاريږي، حتی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د هغوی په وړاندې تشدد هم کېږي، خو مونږ ته مراجعه نه کوي، ښځې له وېرې د طالبانو محلي حکومت ته چې ځان ته یې یو نظام جوړ کړی، زیاته مراجعه کوي."

د سرپل د ولایتي شورا غړي هم د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې د ښځو په وړاندې د ډېر شدید تاوتریخوالي ترسره کېدل تأییدوي او د هغوی په خبره چې طالبان په اکثرو مواردو کې په ناحقه ښځې د صحرايي محکمو قرباني ګرځوي او حتی هغوی په ډزو سره وژني.

د ولایتي شورا یوه غړي حسین مجاهد زاده ازادي راډیو ته وویل چې د امنیت د نه شتون او د مخالفینو له وېرې د دغه تاوتریخوالي پېښې رسنیزې شوي نه دي.

هغه زیاته کړه:

"د مخالفینو تر واکمنۍ لاندې ساحو کې د ښځو د فعالیت او ازاديو په وړاندې ډېر بندیزونه شته، د هغوی په وړاندې صحرايي محکمې ترسره کېږي، کله چې صحرايي محکمه ترسره شي، دا د ښځو په وړاندې تر ټولو لوی ظلم او تاوتریخوالی دی، له مونږ سره داسې ډېرې پېښې شته چې یو ځوان له خپلې کوژدنې سره له کوره بهر وتی، خو هغوی سنګسار شوي، محاکمه شوي یا هم په درو وهل شوي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم په سرپل ولایت کې د طالبانو په سیمو کې د ښځو په وړاندې د شدید تاوتریخوالي له ترسره کېدو خبره کوي او وايي چې د مخالفینو سیمو ته د نه لاس رسي په خاطر د تشدد دا پېښې نه دي بربنډې شوي.

په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشر سید محمد سامع وايي چې د وسله والو مخالفینو د ګواښونو او د نا امنۍ د حاکمیت په دلیل دوی نه دي توانېدلي چې په دغه ولایت کې پر بشري فعالیتونو، د تاوتریخوالي د پېښو په ثبت او د ښځو په حقوقي وضعیت څار ترسره کړي.

سید محمد سامع زیاته کړه:

"سرپل ته د لارې د نا امنۍ له کبله زمونږ همکاران نه شي تلای، همدارنګه زمونږ څارونکي هم نه دي توانېدلي چې په دې وروستیو کې په سرپل ولایت کې د ښځو پر وضعیت نظارت وکړي."

د سرپل دولتي چارواکي په نا امنو سیمو کې د ښځو په وړاندې د خطرناک بشري تاوتریخوالي د ترسره کېدو په منلو سره وايي چې پر طالبانو سربېره په دغه ولایت کې نورو ترهګرو ډلو هم د ښځو د حقونو او ازادیو د سلب په خاطر په خپله خوښه قیودات وضع کړي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني په دې اړه وویل:

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني

"د طالبانو ډله او په ټوله کې هغه ترهګر چې په سرپل کې فعالیت لري، تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې له شپږم ټولګي پس نجونې ښوونځي ته نه پرېږدي، ښځې پرته له شرعي محرمه له بېرون وتلو منع کوي او ډېر بندیزونه یې وضع کړي."

د اماني په خبره چې د سرپل په نا امنو سیمو کې د طالبانو له صحرايي محکمو څخه د وېرې په خاطر حتی د ښځو په وړاندې د تشدد له ۱۰ پېښو یوه هم نه ثبت کېږي.

طالبان یوازې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي عامل نه بلل کېږي، بلکې د سرپل په مرکز کې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو کې هم د ښځو د فعالیت په وړاندې ګواښ شمېرل کېږي.

نسیمه ارزو په سرپل کې د بشر حقونو یوه فعاله ده، هغه وايي چې په کراتو کراتو د دولت تر کنټرول لاندې سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا په مرګ ګواښل شوې ده.

اغلې ارزو زیاته کړه:

"زما د ټيليفون شمېره له طالبانو سره شته، زنګ راته وهي او راته ګواښ کوي، کله چې زه په یوه مجلس کې د ګډون لپاره له کوره بهر وځم، د ښار امنیتي حوزې ته زنګ وهم، ترڅو راسره همکاري وکړي."

په سرپل کې په تازه ګۍ سره د ښځو په وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي له بربنډو شویو پېښو څخه یوه هم په سانچارک ولسوالۍ کې په ډزو سره د یوې حاملې ښځې د وژل کېدو پېښه ده چې کابو دوه میاشتې مخکې رسنیزه شوه.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی په سرپل ولایت کې تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې د شرعي احکامو پر اساس محکمې ترسره کوي.

طالب ویاند د دغو وسله والو له خوا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ترسره کېدو ادعاوې د یادې ډلې د مخالفینو تبلیغ بولي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG