د لغمان اوسېدونکي د نرخونو له بې ساری لوړوالي شکایت کوي

د لغمان د سرخکانو سیمه

د لغمان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نرخونو له بې ساري لوړوالي شکایت کوي.

د لغمان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نرخونو له لوړوالي شکایت کوي او ځایي ولایتي چارواکي ګرموي چې ګوندې نرخنامې نه لري او که لري یې هم، څارنه ترې نه کوي.

دوی زیاتوي چې په ښار او ولسوالیو کې د هټیو مسؤلین خپل سري نرخونه ټاکي او په خبره یې چې، مربوطه مسؤلین یې په کنټرولو کې پاتې راغلي دي.

د لغمان اوسېدونکي وایي، کار روزګار نه‌شته او په داسې وضعیت کې د نرخونو لوړول هغه څه دي چې سوداګر او هټی‌وال تل د خلکو له مجبوریو او بې وسیو ګټه پورته کوي چې د لغمان ولایتي اداره یې باید مخه ونیسي.

له دې ډلې فهیم عمرزي ازادي راډيو ته وویل: "له یوې خوا کاروبار نه‌شته او له بلې خوا نرخونه د اسمان په شنو کې ګرځي، دا ولس څه وکړي، د دوی سرنوشت څنګه کېږي، اخر دوی هم څوک لري د پوښتنې او کنه، چارواکي خو یې هېڅ کار پرې نه لري، هغوی یې څه کوي، هغوی ته خو رسېږي، که مري او یا ژاړي خو غریب وي."

د دې ولایت بل اوسېدونکي شکرالله وحید وویل: "خپله ترکاري او مېوه هم نه‌شو اخیستی، لکه له ایران او پاکستانه چې راځي، ظلم نور تور وي که سپین، د غریب له حاله یواځې خدای خبر دی، والله چې خلک نور سوال کولو ته مجبور شوي دي، اخر څه وکړي، په دې نرخونو کې غریب سړی کوم کوم مشکل ته ورسېږي، باید نرخونه کنټرول شي، که نه‌شي نو خلک محبور دي راپاڅي، مجبور دي، وروه اخر غریبي ده، قرنطین نور خلک د روپۍ ټق ته کېنول."

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درې میاشتو راهیسې د ټول هېواد په کچه د توکو په نرخونو کې لوړوالی راغلی چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له امله د لغمان ته ورغلې لارې تړل او په مرکز مهترلام کې جدي قرنطین هغه څه دي چې د لغمان د اوسېدونکو په باور، کاروبار ورسره په ټپه ودرېد او د فقر د کچې د لوړوالي لامل شول.

د کرونا ټسټ ټیوب

خو د لغمان چارواکي وایي، دوی هره ورځ د لغمان له بېلابېلو اصنافو سره ناستې کوي او د نرخونو د کنټرول په اړه بحثونه یې په خبرو اترو کې لومړیتوب لري.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې د لغمان اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي او وایي چې د لغمان د والي تر مشرۍ لاندې د دغه ولایت ټولو مربوطه مسؤلینو د نرخونو د کنټرول موضوع جدي نیولې او د خپل سرو نرخونو د ټاکلو د مخنیوي او د بیو د لوړوالي د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې دوامدارې ساتي.

هغه زیاته کړه: "د لغمان اوسېدونکي دې تشویش نه کوي، د لغمان د مرکز او ولسوالیو لپاره د نرخونو د کنټرول په هدف د لغمان مسؤلین هر وخت لاس په کار شوي، د لغمان ښاروالي له بېلابېلو اصنافو سره په ګډه وخت په وخت نرخنامې ترتیب او په خپل وخت ښار کې ویشي، د ښاروالۍ مسؤلینو ته د لغمان د والي هدایت تل دا وي چې نرخونه دې کنټرول او څارنه دې وشي."

د نرخونو له لوړوالي د لغمان د اوسېدونکو شکایتونه په داسې وخت کې دي چې د خلکو په خبره، د قرنطین پرمهال چې کار روزګار په کې ولاړ دی، که شتمن هېوادوال یې د غریبو او ناچارو خلکو د لاسنیوي لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي نو ژوند به‌یې له کړاوونو ډک شي.

ارشیف

د لغمان اوسېدونکي وایي، هغسې چې لازم دي، دولت او شتمو خلکو او سوداګرو د لغمان د ناچارو خلکو لاسنیوی نه‌دی کړی او وضعیت همداسې دوام وکړي نو ستونزې به څو چنده زیاتې او خلک به له لا نورو ناچاریو سره مخ شي.