د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

پاکستان کې کرونا ویروس په چټکۍ خپرېږي


که څه هم په لومړي سر کې به په ټول پاکستان کې هره ورځ د کرونا ویروس سلګونه مثبتې پېښې ثبتېدې، خو په دې وروستیو کې دا شمېر زرګونه ته پورته شوی دی.
که څه هم په لومړي سر کې به په ټول پاکستان کې هره ورځ د کرونا ویروس سلګونه مثبتې پېښې ثبتېدې، خو په دې وروستیو کې دا شمېر زرګونه ته پورته شوی دی.

په پاکستان کې چارواکي وايي، په دې هېواد کې کرونا ویروس ورځ تر بلې په چټکۍ خپرېږي او د دغه ویروس له امله د مړینو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

په پاکستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د روان کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې ثبت شوه، چې بیا وروسته دا ویروس ډېر ژر د دې هېواد نورو برخو ته هم ورسېد او زرګونه کسان یې مړه کړل.

که څه هم په لومړي سر کې به په ټول پاکستان کې هره ورځ د کرونا ویروس سلګونه مثبتې پېښې ثبتېدې، خو په دې وروستیو کې دا شمېر زرګونه ته پورته شوی دی.

د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي وضعیت د څار د کمېټې د معلوماتو له مخې، په ټول پاکستان کې یواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۶۴۷۲ مثبتې پېښې رامنځته شوي دي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د ارقامو له مخې، دا مهال په دې هېواد کې پر کرونا ویرس د اخته شویو کسانو شمېر ۱۳۲۳۹۵ کسانو ته رسېدلی دی.

دغه حکومت د شنبې په ورځ ناوخته په خپرو شویو ارقامو کې ویلي، چې په ټول پاکستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۲۵۵۱ ته پورته شوی دی.

په پاکستان کې د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په پنجاب صوبه کې ثبت شوي، چې شمېر یې ۵۰۰۸۷ ته رسېږي. په سند صوبه کې بیا دغه ویروس۴۹۲۵۶ کسان ځپلي.

په بلوچستان کې پرې ۷۸۶۶ کسان اخته دي، په خیبر پښتونخوا کې بیا د کرونا ویروس د ناروغانو شمېر ۱۶۴۱۵ او په پلازمېنه اسلام اباد کې ۷۱۶۳ دی.

د پاکستان د مرکزي حکومت د ارقامو له خوا، په دې هېواد کې تر دې دمه د کرونا ویروس تر ۵۰ زرو زیات ناروغان رغېدلي هم دي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان په ملي پارلمان کې د اپوزیسیون د مشر شهباز شریف په ګډون د دې هېواد د ملي او څلورو صوبايي اسمبلیو ګڼ شمېر غړي هم په کرونا وېروس اخته شوي، چې ځینې یې بېرته رغېدلي او ځینې پرې لا هم اخته دي.

XS
SM
MD
LG