د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

افغان سوداګر: پاکستان سره د لارو بندښت پر نرخونو اغېز نه‌دی کړی


د ختیځې سیمې د سوداګرۍ خونو مسؤلین وايي، شااوخوا دوه اوونۍ کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې ترانزیټي لارې بندې دي خو په هېواد کې یې پر نرخونو هېڅ ډول منفي اغیز نه‎دی کړی.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې استازی خواجه محمد د سې شنبې په مازيګر په خبري ناسته کې رسنیو ته وويل، که د دواړو هېوادونو تر منځ دغه ستونزه دوام پيدا کړي افغانستان نورې بديلې لارې لري او په نرخونو کې به نور هم ټيټوالی راشي.

نوموړی وايي:

"ان‌شاءالله په نرخونو کې به هېڅ تغيیر نه‎وي راغلی تاسو په بازارونو کې نرخونه وګورئ نرخونه نه‎دي لوړ شوي او زه ټولو ته ډاډ ورکوم چې زموږ د مالونو لپاره نورې بدیلې لارې شته او نرخونه به نور هم راټيټ شي."

د لغمان د سوداګرۍ خونې مسؤل حاجي شریف نادري وايي، پخوا به د تورخم دروازې د بندښت له امله پر نرخونو مستقیماً اغېز کېده خو دی وايي، په دې وروستیو کې د افغانستان سوداګریزې اړیکې د پاکستان په پرتله له نورو هېوادونو سره ډېرې پراخې شوي.

ښاغلی نادري وايي:

"که دواړو هېوادونو پر دې وضعیت غور ونه‎کړ نو موږ بدیلې لارې نه‌لټوو، بلکې لرو یې لکه شيرخان بندر، تورغنډۍ او نور بندرونه لرو موږ له مخکې نه د هغو لارې نه مالونه راوړل مثلاً همدا اوس موږ غوړي د اوکراین نه راوړو، د ایران له لارې يې راوړي او نورې لارې هم شته موږ د پاکستان د ترانزیټي لارو نه نورې لارې ډېرې لرو."

د کونړ د سوداګرۍ خونې مسؤل محمد جلال بيا وايي، افغان سوداګر د پاکستان د دا ډول وضعیت نه نور په تنګ راغلي.

دی وايي، که پاکستان په همدې ډول د سوداګرۍ نړیوالو اصولو نه سرغړونه کوي نو لازمه ده چې افغان سوداګر له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې اړیکې پرې کړي.

ښاغلی جلال زیاتوي:

"د ټول افغانستان ولسونو او سوداګرو ته دا د منلو وړ نه‎ده چې هر وخت‌يې زړه وغواړي پر سوداګرو لارې بندوي دوی باید د اپټا تړون باندې عمل وکړي او که نه داسې هر وخت لارې بندوي بیا زموږ سوداګرو ته هم په کار نه‎دي چې نور د پاکستان نه مالونه راوړو موږ دا اړیکې باید بېخي پرې کړو."

بل‌خوا د ننګرهار اوسېدونکي هم وايي، د تورخم دروازې د بندېدو سره په لومړیو کې د سبزیجاتو بيې لوړې شوې وې، ولې وروسته بېرته خپل عادي نرخ ته راښکته شوي.

دوی وايي، په ځينو توکو کې تر پخوا ټيټوالی هم راغلی دی:

"زما نوم امید دی د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی، کله چې د پاکستان سره لارې بندې شوې اول د سره رومیانو بیه ډېره لوړه وه، چارک په درې سوو پورې وختل خو اوس نوې سبزي چې راغله بېرته عادي نرخ ته راښکته شوه اوس تر پخوا بېرته ارزانه شوي."

"زما نوم ننګيالی دی د جلال‌اباد ښار یو تن دوکاندار، پخوا به چې کله تورخم دروازه بنده شوه د ټولو توکو بیې به ختلې خو اوس دا څو ورځې کېږي چې اوړه د پخوا نه پنځوس روپۍ ارزانه شوي دي."

د افغان سوداګرو په وینا د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري باید د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې رانه‎شي او که وخت ناوخته د سوداګرو پر مخ دا ترانزیټي لارې بندېږي دوی به د تل لپاره د نورو بدیلو لارو هېواد ته سوداګریز توکي راوارد کړي او په خبره‌يې د دوی د پرېکون زیات زیان پاکستان ته اوړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG