د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

لغماني بزګران: ټوله شپه د خپلو کروندو څارنه او ساتنه کوو


 د لغمان د مشالې کمر کې د مېوه لرونکو بوټو د بڼ شااوخوا ۴۰۰ مېوه لرونکې ونې اره شوې وې چې عاملین یې لا نه هم نه دي پېژندل شوي. 
د لغمان د مشالې کمر کې د مېوه لرونکو بوټو د بڼ شااوخوا ۴۰۰ مېوه لرونکې ونې اره شوې وې چې عاملین یې لا نه هم نه دي پېژندل شوي. 

د لغمان کروندګر وایي، د نامعلوم دښمن له خوا ثمر ته د رسېدونکو ونو بوټو د وهلو له ویرې اوس ټوله شپه د خپلو کروندو په ساتلو سبا کوي.

د لغمان اوسېدونکي وایي چې له تېرو دوومیاشتو راهیسې څو ځله په دغه ولایت کې نامعلومو کسانو د ځينو کروندګرو باغونه او کرل شوي پټي له منځه وړل شوي چې د دوی خوب یې ورک کړی دی.

دوی وایي، د هېواد په کچه اکثریت سبزیجات د لغمان ولایت څخه نورو ولایتونو ته ځي چې که د ویجاړۍ مخه یې ونه نیول شي، نو د سبزیجاتو مارکېټ به له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.

د لغمان اوسېدونکي وایي چې که حکومت د ونو او بوټو د پرېکولو د لومړۍ پېښې عاملین پیدا او مجازات کړي وای، نو په راتلونکې کې به چا د کروندو ویجاړولو ته بیا زړه نه وی ښه کړی.

د لغمان اوسيدونکي فهیم ازادي راډيو ته وویل: "د شپې خوب نه لرو، تمامه شپه ویښ یوو په دې چې کروندې مو څوک راخرابې نه کړي، له یوې خوا کرونا، قیمتي او د اړتیا وړ توکو کمښت او له بلې خوا د ظالمانو له خوا د کروندو له مځه وړل راته لویې سردردۍ دي، خلکو کلونه کلونه خوارۍ کړي دي، ولې یې بېګناه له منځه یوړل شي."

دغه راز د دې ولایت بل اوسېدونکی محمد طارق وايي: "حکومت که کولی، نو د هماغې لومړۍ پېښې عاملین به یې مجازات کړي وای چې بیا داسې کار چا نه وای کړی، دولت خپل مسؤلیت ادا نه کړ وجه یې دا ده چې په لغمان کې هغه ورځ بیا نامعلومو کسانو د یوه غریب سړي کرونده خرابه کړه، هغې کې څه وو، خو رومیان او بادرنګ وو، دولت دې د دې خبرې غم وخوري."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د وري د میاشتې په ۲۸مه نېټه نامعلومو کسانو د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي محمد صابر د بادرنګو او رومیانو دوه جریبه کرونده له منځه یوړه چې لا یې هم عاملین نه دي موندل شوي.

د لغمان په قرغیو کې د محمد صابر د بادرنګو او رومیانو دوه جریبه ځمکه چې بوټي یې ترې ایستل شوي.
د لغمان په قرغیو کې د محمد صابر د بادرنګو او رومیانو دوه جریبه ځمکه چې بوټي یې ترې ایستل شوي.

تر دې وړاندې هم نامعلومو کسانو د تېرې وري میاشتې په ۱۲مه نېټه د شپې له مخې د لغمان د مشالې کمر د سیمې د یوه اوسېدونکي حاجي دراني د مېوه لرونکو بوټو د بڼ شااوخوا ۴۰۰ مېوه لرونکې ونې اره شوې وې چې عاملین یې لا نه هم نه دي پېژندل شوي.

لغمان د کرنې ریاست د مسؤلینو په خبره د دې قضیو ترشا تر ډېره ټولنېزې ستونزې او تربګنۍ ځای لري او په خبره یې چې دا ډول اقدام نه یواځې د شخص بلکې د هېواد له سمسورتیا سره له دښمنۍ پرته نور هېڅ نه شي کېدای.

د لغمان د کرنې رئیس جمیل خوشحال ازادي راډيو ته وویل چې د لغمان د کرنې ریاست له هغو بزګرو سره چې کروندې یې زیانمنې شوي دي، په پام کې لري چې مرستې وکړي څو بېرته وهڅېږي چې خپلې کروندې وکړي.

اخوا د لغمان ولایتي اداره هم د ځایي خلکو اندېښنې په ځای بولي خو وایي چې په دې اړه یې پلټنې لا هم دوام لري څو عاملین یې وپېژندل شي او مجازات شي.

دوی وايي، تر اوسه یې عاملین نه دي پیدا شوي، خو کشفي او امنیتي ارګانونونو ته دنده سپارل شوې چې د دغې پېښې عاملین ژر پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي زیاته کړه: "مونږ د لغمان د اوسېدونکو او کروندګرو اندېښنې درک کوو ولایتي اداره هم په دې اړه بې اندېښنې نه ده، خو کشفي ارګانونه مو هڅې کوي چې د دغو پېښو عامین ډېر ژر پیدا کړي او د قانون له مخې یې مجازات کړي."

د یادونې وړ ده چې دغه مېوه لرونکي ونې، بوټي او کروندې د شپې پرمهال له تیارې او خاموشۍ په ګټې اخیستنې له منځه وړل کېږي چې له کبله یې د کروندګرو ترڅنګ د لغمان ټول اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د لغمان کروندګر وایي، کروندې یې د دوی او د دوی د اولادونو لپاره د نفقې د ګټلو یواځنۍ اسره ده چې که د ویجاړۍ مخه یې ونه نیول شي، نو له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.

XS
SM
MD
LG