هندوستان ټایمز: له اسلم فاروقي سره یو کشمیری تروریست هم نیولی شوی

اعجازاحمد اهنګر

یوې هندۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش- خراسان ډلې له مشر سره یوځای د یوه نیول شوي کشمیري تروریست ورانکارو فعالیتونو ته کتنه کړې ده.

د هندوستان ټایمز د مطلب سرلیک دی، کشمیری تروریست چې ۲۵ کاله مخکې خپل کور پریښی و، په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې له مشر سره یوځای ونیول شو.

ورځپاڼه لیکي، د کشمیر د پسرلني مرکز سرینګر د نوا کادال سیمې اوسېدونکی اعجازاحمد اهنګر د هند په جمو او کشمیر ایالت کې له څه باندې دوو لسیزو راهیسې تر تعقیب لاندې و.

هغه یوځل په نوییمه میلادي لسیزه کې له تروریستي ډلو سره د اړیکو په تور نیول شوی خو وروسته بیا خوشې شوی و.

د راپور له مخې نوموړی چې په ابوعثمان کشمیري هم مشهور و، له زندانه تر خلاصېدو وروسته بنګلدېش او بیا له هغه ځایه په الوتکه کې پاکستان ته ولاړ او نژدې ۲۵ کاله وروسته د روانې اپریل میاشتې په لومړیو کې په کندهار کې د افغانستان د ملي امنیت له خوا ونیول شو خو هغه مهال هېڅوک نه پوهېدل چې اعجاز څوک دی، ځکه ملي امنیت تر ډېره د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي ته چې د ملي امنیت ځواکونو د همدې عملیاتو په ترڅ کې نیولی و، پام اړولی و.

د افغان حکومت یوې استخباراتي سرچینې تایید کړه چې اهنګر د ملي امنیت ادارې په توقیف کې دی.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط آزادۍ راډیو ته وویل چې له هغه څخه تحقیقات روان دي.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې اهنګر د تحقیقاتو په پیل کې ځان د اسلام آباد اوسېدونکی علي محمد معرفي کړی و.

ورځپاڼه زیاتوي، دا چې د نوموړي اصلي هویت څنګه افشا شو معلومه نه ده خو د تروریزم ضد فعالانو په نوې ډیلي او کابل کې هندوستان ټایمز ته ویلي، دوی ته ډېر وروسته روښانه شوه چې په عملیاتو کې د نیول شویو تروریستانو په ډله کې ۵۵ کلن اهنګر چې د داعش ډلې د استخدام د چارو مسوول و، هم شامل دی.

اعجاز اهنګر د کورنۍ یوازینی غړی نه دی چې وسله یې اخیستې ده.

ورځپاڼه د استخباراتي سرچینو په حواله لیکي چې د هغه خسر- عبدالله غزالي چې په عبدالغني ډار مشهور و، د لشکر طیبه ډلې له قوماندانانو څخه و، او په نوییمه میلادي لسیزه کې یې د تحریک المجاهدین ډلې په جوړولو کې رول درلود.

د دې ډلې اجیر وسله وال اکثر له پاکستان او پاکستاني کشمیر څخه استخدامېږي.

اعجاز آهنګر ډېر وروسته د غزالي له لور رخشانې سره واده وکړ.

غزالي چې سږکال اتیا کلن و، په فبروري کې د سرینګر سوداګریز مرکز ته نژدې د اهل الحدیث په جومات کې مړ وموندل شو.

ویل کېږي چې نوموړی ښايي د اهل حدیث د مذهبي نهضت په مشرتابه کې دننه د مخالفتونو په ترڅ کې وژل شوی وي.

د هند استخبارات ادعا کوي چې پاکستان ته له رسېدو سره سم اهنګر ته د آی اس آی له خوا په اسلام آباد کې د استوګنې ځای ورکړل شو او هغه په ۲۰۰۸ کال کې د عایشې په نوم د پاکستاني کشمیر له یوې اوسېدونکې سره دوهم واده وکړ.

هندوستان ټایمز بیا هم د استخباراتي سرچینو په حواله لیکي، په دې پسې د اعجاز کورنۍ د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې ځای پرځای کېږي او نوموړی په القاعده شبکه کې له لنډې مودې غړیتوب وروسته د داعش ډلې د خراسان څانګې پر لیکو ورګډېږي.

د اعجاز اهنګر زوی عبدالله اومایس هم د افغانستان په جګړه کې ګډون کړی چې څوکاله مخکې په ننګرهار کې ووژل شو، او زوم یې حضیفه الپاکستاني چې له انلاین لارو د داعش ډلې لیکو ته د ځوانانو له مهمو استخداموونکو او وروسته په جمو او کشمیر کې د دې ډلې همکار و، د تېر ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې په ننګرهار ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې سرچینه- چې مخکې یې یادونه وشوه، وايي، د داعش ډلې د دې مهمو غړو د تحقیقاتو جزییات به ډېر ژر له هېوادوالو سره شریک شي.