د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

اسلم فاروقي څوک دی؟


اسلم فاروقي
اسلم فاروقي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پرون د اپرېل په ۴مه، د داعش خراسان برخې د مشر اسلم فاروقي د نیولو خبر ورکړ.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استول شوې، ویل شوي چې له هغه سره‌یې ۱۹ ملګري هم نیول شوي دي.​

دغه‌راز د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي چې اسلم فاروقي په ابتدايي اعتراف کې د داعش د خراسان ډلې او د سیمې د استخباراتو ترمنځ د ارتباط په اړه خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل دا پر ټویټر لیکلي، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.

د جمهور رئيس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال بیا ازادي راډیو ته وویل چې اسلم فاروقي د داعش یو وحشي قوماندان و.

دواخان مینه‌پال وویل: "د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عبدالله اورکزی چې مشهور په اسلم فاروقي و او دی د داعش د شبکې یو وحشي قوماندان و، په ځانګړو عملیاتو کې له ۱۹ کسانو سره ونیوی."

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

مینه‌پال هم د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې نه‌ده څرګنده شوې چې اسلم فاروقي او ملګري یې دقیقاً څه وخت او د افغانستان په کومه برخه کې نیول شوي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست له‌خوا نیول شوی اسلم فاروقي او د هغه همکاران

اسلم فاروقي څوک دی؟

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په وینا، د هغه اصلي نوم عبدالله اورکزی او د اورکزيو د اېجنسۍ دی.

عبدالله اورکزی په خټه مموزی او د اورکزیو د اخندزاده‌ګانو د کلي اوسېدونکی دی.

هغه یو وخت د پېښور د نظامي شورا مشر و.

د ملي امنیت ریاست په وینا، اسلم فاروقي په خېبر پښتونخوا کې د داعش د وسله‌والو د عملیاتو مشري هم کړې ده.

دې ادارې ویلي، کله چې په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې مشر ابو سعید باجوړی ووژل شو، اسلم فاروقي یې پر ځای وټاکل شو.

ننګرهار کې د اچین ولسوالۍ

اسلم فاروقي (عبدالله اورکزی) په وروستیو کې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د عبدالخېلو په دره کې د داعش د خراسان ډلې مشر و.

له اسلم فاروقي سره نور کوم مهم وګړي نیول شوي دي؟

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش د وسله‌والو نظامي مسؤل، قاري زاهد هم نیول شوی دی.

قاري زاهد په معاذ مشهور و.

یو بل مهم وګړی سیف‌الله نومېږي چې په پاکستاني ابو طلحه مشهور و.

د ملي امنیت ریاست په وینا، هغه په ننګرهار کې د داعش ډلې ته جلب‌وجذب کاوه.

اسلم فاروقي اعتراف کړی دی؟

د ملي امنیت ریاست ویلي اسلم فاروقي د حقاني له شبکې او د لشکر طیبه په څېر نورو ترورېستي ډلو سره نږدې اړیکې درلودې.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسلم فاروقي او د هغه د ملګرو د اعتراف جزئیات به وروسته له خلکو سره شریک کړي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په کابل او نوې ډېلي کې د پټو استخباراتي سرچینو په حواله لیکلي چې اسلم فاروقي (عبدالله اورکزی) هغه څوک دی چې په کابل کې یې د سېکهانو پر ګرودواره وروستۍ حمله پلان کړې وه.

کابل کې د سېکهانو پر یو درمسال د داعش ډلې حمله

هندوستان ټایمز لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست به له فاروقي تحقیق وکړي چې په کابل کې پر ګرودواره د حملې دستور یې له کومه ځایه یا هېواده اخیستی و.

د مارچ په ۲۵مه، د کابل په شوربازار کې د سېکهانو پر ګرودواره په خونړۍ حمله کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۲۷ تنه ووژل شوو.

د حملې مسئولیت هم داعش اخیستی و.

XS
SM
MD
LG