د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

افغانستان کې د داعش خراسان څانګې مشر ونیول شو


اسلم فاروقي
اسلم فاروقي

د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي ونیول شو.

د ملي امنیت یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل په اسلم فاروقي مشهور عبدالله اورکزی د دغې ډلې له ۱۹ نورو همکارانو سره نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۶» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هم ویلي چې په یو لړ عملیاتو کې په نیول شویو کسانو کې په معاذ مشهور قاري زاهد او په ابوطلحه پاکستاني مشهور سیف‌الله هم شامل دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، اسلم فاروقي په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې له سیمه‌ییز استخباراتي سازمانونو سره د داعش خراسان ډلې د پراخو اړیکو په اړه خبرې کړي.

د ملي امنیت عمومي ریاست له‌خوا نیول شوی اسلم فاروقي او د هغه همکاران
د ملي امنیت عمومي ریاست له‌خوا نیول شوی اسلم فاروقي او د هغه همکاران

خو دا چې د کوم هېواد له استخباراتي سازمان سره‌یې اړیکې لرلي، ډېر توضیحات نه‌دي ورکړل شوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په اعلامیه کې راغلي چې اسلم فاروقي د اورکزیو د اجنسۍ د اخندزادګانو د سیمې اصلي اوسېدونکی او مخکې له دې یې د پېښور ښار د پوځي مسؤل او د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په دره عبدالخېل کې، د داعش د ډلې د قوماندان په توګه فعالیت درلود.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په خبره، دی د ابو سعید باجوړي له وژل کېدو وروسته، په افغانستان کې د داعش ډلې د والي په توګه ټاکل شوی و او له لشکر طیبه، حقاني شبکې او ځینو نورو "ترورېستي" ډلو سره‌یې نږدې اړیکې لرلې.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د داعش د خراسان ډلې د مشر عبدالله اورکزي (مشهور په اسلم فاروقي) او د هغه د همکارانو په اړه چې په کوم ځای کې او څه وخت نیول شوي؟ څه نه‌دي ویلي.

داعش ډلې په دې وروستیو کې په کابل او د افغانستان ځینو نورو ولایتونو کې یو شمېر ځانمرګي حملې او چاودنې کړې دي.

کابل کې د سېکهانو پر یو درمسال د داعش ډلې حمله
کابل کې د سېکهانو پر یو درمسال د داعش ډلې حمله

په کابل کې د سېکهانو پر درمسال حملې مسؤلیت چې په‌کې ۲۵ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول هم داعش ډلې واخیست.

داعش ډلې دغه‌راز د کابل په لوېدیځ کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د حملې مسؤلیت هم ومانه چې په‌کې لسګونه کسان ووژل او ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG