'د امریکا د مرستو کمولو د کابل ځیني اوسېدونکي اندېښمن کړي'

د کابل ښار یوه څنډه- ارشیف

افغانستان ته د امریکا له لوري د یو میلیارد ډالرو د مرستو د کمولو له اعلان وروسته، د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د دغه اقدام د منفي اغیز له امله اندېښمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره تر لیدنې او خبرو وروسته اعلان وکړ چې په روان کال کې به‌یې د هېواد له لوري افغانستان ته یو میلیارد ډالر مرسته کمه شي او ۲۰۲۱ میلادي کال که به په مرستو کې ورته کمی راشي.

یو شمېر خلک وايي چې افغانستان سره د امریکا په مرستو کې کموالی به د خلکو پر ژوند او د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.

دوی وایي له یوې خوا د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ او بل‌خوا د سیاسي مشرانو نه‌جوړجاړی او د امریکا د مرستو کمول به وضعیت لا خراب کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی مسرور بارکزي ازادي راډيو ته وویل: "دا موضوع به د خلکو پر ژوند ډېر بد اغېز ولري، که غریب وي که شتمن، پانګه‌وال به ونه‌شي کړای پانګونه وکړي او بې‌وزله به کاروبار نه‌شي کولای، که سیاسي مشرانو جوړجاړی کړی وی، ښه کار به شوی وی."

دغه‌راز د کابل ښار بل اوسېدونکی صفت‌الله وايي: "د مرستو کمول ډېر منفي اغېز لري، دا مهال موږ هېڅ کار او بار نه‌لرو، پر خلکو، سوداګرو، کارکوونکو او په ټوله کې به د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز ولري."

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د امریکا د مرستو کمول به د دې هېواد په کلیدي برخو اغېز ونه‌لري.

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د دې مرستو کمول مشروط دي او دوی به هڅه وکړي چې دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

هغه زیاته کړه: "خو همدا اوس زه تاسې ته ډاډ درکوم چې د امریکا د مرستو کمول به زموږ په کلیدي برخو تأثیرات ونه‌لري، له څنګه چې د امریکا د متحده ایالاتو په اعلامیه کې راغلي چې هغوی تر دې دمه دا مرستې نه‌دي پرې کړي، بلکې مشروطې کړي يې دي، نو هڅه به وکړو چې د خبرو له لارې ورته قناعت ورکړو."

په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یا یو اېس ای ډي د راپور پر بنسټ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې امریکا له افغانستان سره ۶ میلیارده ډالره چې ۴،۸ میلیارده‌يې د نظامي او پاتې يې د نورو برخو لپاره وې، مرسته کړې.

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، افغانستان له اقتصادي اړخه نورو هېوادونو ته اړ دی او د مرستو کمول به د هېواد اقتصاد او نظام ته زیان ورسوي.

له دې ډلې اقتصادي کارپوه سیف‌الدین سیحون ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال ټوله پراختیایي او له ۶۰ سلنې لوړه د افغانستان عادي بودجه د بهرنیو له مرستو تمویلېږي او د کرونا ویروس ګواښ ته په کتو اړتیا ده چې افغانستان لا زیاتې بهرنۍ مرستې جلب کړي.

سیف الدین سیحون

هغه زیاته کړه: "اوسنیو ستونزو ته په کتو لکه د کرونا ویروس، په راتلونکي که به دغه مسئله او په نظام کې دننه خپل‌منځي اختلافات ټول هغه مسایل دي چې د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېز لرلی شي چې دا مهال موږ ټول د دغو ستونزو شاهدان یو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له خپرېدو وروسته د کابل په بازارونو کې د ډالرو پر وړاندې افغانۍ مخ په ټیټېدو دي.

اقتصادي کارپوه سیف‌الدین سیحون وايي، دې ته په کتو چې افغانستان یو وارداتي هېواد دی، د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیو کمېدل به د هېواد په بازارنو کې د وارداتي موادو بیې هم لوړې شي.