محقق: یوه ډله افغان سیاستوال د سولې لپاره طرحه وړاندې کوي

په کابل کې د محقق په کور کې د افغانستان د یو شمېر سیاستوالو د غونډې انځور. Jan.25.2020

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال حاجی محمد محقق وایي چې یوه ډله افغان سیاستوال به تر راتلونکې اونۍ پورې د سولې لپاره خپله طرحه وړاندې کړي.

محمد محقق وايي، د شنبې په ورځ د ده په کور کې په هغې ناسته کې چې د یو شمېر افغان سیاستوالو په ګډون جوړه شوې وه، طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه یوه طرحه چې مهم مسایل په کې شامل دي چمتو شوې ده.

نوموړی وايي، په دغه ناسته کې د پخواني ولسمشر يه ګډون په لسګونو افغان سیاستوالو برخه اخیستې وه.

ښاغلی محقق زیاتوي، حکومت باید طالبانو سره د سولې په خبرو کې د دغې طرحې مواد په پام کې ونیسي.

محقق د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغان سیاستوالو په دغه طرحه کې راغلي چې په بین الافغاني خبرو کې باید څلور خواوې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه: "په بین الافغانی مذاکراتو کې باید څلور خواوې برخه واخلي، یوه خوا ملي اشخاص، ښځې او مدني ټولنې، بله خوا سیاسي ګوندونه، دریمه خوا حکومت په تېره ارګ او څلورمه خوا هم طالبان، په طرحه کې همداسې ویل شوي دي."

ښاغلی محقق وایي چې د افغان سیاستوالو له خوا په جوړه شوې دغه طرحه کې پر اوربند ټینګار شوی خو د اوربند تر ټینګېدو او د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو پورې باید د تاوتریخوالي کمېدل هم ومنل شي.

د ده په خبره که څه هم د تاوتریخوالي کموالی څرګند تعریف نه لري خو کولای شي په افغانستان کې نښتې او تلفات را کم کړي.

د ښاغلي محقق په کور کې د شنبې د ورځې په دغه ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق او محمد یونس قانوني په ګډون لسګونو سیاسي څېرو ګډون کړی و.

کابل کې د محقق په کور کې د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه. Jan.25.2020

تر دې وړاندې ولسمشر غني په سویس کې له یوي بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نیوکه کړې وه چې د سولې په برخه کې هېڅ لیکلی پروګرام نه لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د سولې د عالي شورا مرستیال او د دې غونډې ګډونوال حاجی دین محمد ازادي راډیو ته وویل چې دا طرحه به له بشپړېدو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم وسپارل شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال او د دې غونډې ګډونوال حاجی دین محمد

ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي چې د سولې په برخه کې به د ټولو سیاستوالو او نورو اقشارو وړاندیزونو ته پام وشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

انوري زیاته کړه: "د سولې په چارو کې د دولت وزارت ملي اجماع اساسي او پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره اساسي رکن بولي، د افغانستان حکومت د اساسی قانون پر اساس د سولې مشري خپل مکلفیت بولي او په دې برخه کې یې اقدامات هم کړي دي، د سیاستوالو او د ټولنې د ټولو اقشارو وړاندیزونه او نظرونه به د تل په څېر په پام کې ونیول شي."

د راپورونو پر بنسټ طالبانو په قطر کې له امریکایي چارواکو سره د تاوتریخوالي د لنډمهاله کمېدو پر سر خبرې کړې دي چې تر اوسه د دې خبرو د پایلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

قطر کې د طالب مرکچیانو او امریکايي پلاوي ترمنځ غونډه March 12, 2019

خو ولسمشر محمد اشرف غني تل د سولې په موضوع کې په اوربند ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدل نه شي کولای چې جګړه او تلفات ختم کړي.