د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

سولې وزارت: د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته شوې، خو پر مېکانیزم اختلافات شته


ارشیف، د افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې په اړه ناسته. ۲۰۱۹ کال د جولای ۰۷
ارشیف، د افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې په اړه ناسته. ۲۰۱۹ کال د جولای ۰۷

اوربند که د تاوتریخوالي کموالی!

دوه هغه اختلافي مسایل چې د سولې په پروسه کې يې حتی په افغانستان کې دننه هم په اړه یوه واحده اجماع نه‌شته او په لویه کچه غبرګونونه‌یې راپارولي دي.

افغان حکومت په اوربند ټینګار کوي، طالبانو ویلي تاوتریخوالی به راکم کړي، خو د اجرائیه ریاست په ګډون یو شمېر افغان سیاسیون بیا د اوس لپاره حداقل د تاوتریخوالي د کموالي غوښتونکي دي.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د سولې په اړه ملي اجماع شته، خو د مېکانیزم په اړه‌یې اختلافات موجود دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل: "د سولې په برخه کې ملي اجماع موجوده ده، حتی په سیمه او نړۍ کې ټول اړخونه سوله غواړي او په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي، خو دا چې مېکانیزم‌يې کوم ډول وي په دې باندې هم موږ کار کوو چې ټول هغه اړخونه چې په دې پروسه کې ښکېل دي د هغوی نظریات واخلو او د دوی اجماع پرې رامنځته کړو ترڅو دا یوه بریالۍ پروسه وي."

د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست ویلي، که طالبان د تاوتریخوالي له کمولو سره توافق وکړي دا بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابرولی شي، خو په وینا یې باید د تاوتریخوالي د کمولو معیارونه مشخص شي څو خلکو ته زیان وانه‌وړي.

تر دې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې د سولې ټینګښت په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په معنی دی او د سولې د خبرو لپاره اساسي طرحه هم د اوربند ټینګښت دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي

د ولسمشر ویاند همدارنګه ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي کمول عملي اړخ نه‌‌لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر هم د سولې په اړه په کور دننه د اجماع د نه‌موجودیت خبره کوي.

ښاغلي اتمر له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې زیاته کړه: " په اوسني حالت کې د سولې لپاره په ملي کچه اجماع نه‌لرو، په دې خاطر چې له بده مرغه پر ټاکنو او پر هغه سیاسي خبرو چې پر ټاکنو وې له امله‌يې دلته اجماع ماته شوې ده او اوس‌يې بېرته رغول یو ګران کار شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر

ښاغلی اتمر په اوسني وخت کې اوربند تر هر څه مهم بولي او وايي چې له دې لارې د افغانستان جګړه پای موندلی شي.

خو د مخکېني ولسمشر د دفتر رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالکریم خرم وايي که طالبان د تاوتریخوالي په کمولو موافق وي باید په اوربند ټینګار دا پروسه تخریب نه‌کړي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د لومړي ګام په توګه اړینه ده چې د تاوتریخوالي کموالی ومنل شي تر څو روان بحران پای ومومي.

کابل کې د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په اړه بحثونه په داسې حال کې تاوده شوي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې د دوی او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې دوام لري.

سهیل شاهين تېره شپه په خپل ټویټر لیکلي دي چې تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مسؤلین د زلمي خلیل‌زاد او په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر سره ناسته درلوده چې د راتلونکو اقداماتو په اړه‌یې تفصیلي خبرې وکړې.

که څه هم سهیل شاهین د راتلونکو اقداماتو په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي، خو مخکې له دې ویل شوي چې د دې ډلې او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک وروستی شوی دی او لاسلیک ته د تیاري په اړه‌یې خبرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG