ډیپلوماټ: خلک لیواله نه دي چې دویم پړاو کې د غني او عبدالله ترمنځ ټاکنې وشي

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • ډیپلوماټ

ډیپلوماټ خپرونې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د خپرونې په باور داسې ښکارې چې افغان ټولنه تر بل هر وخت سره ویشل شوې ده.

د اوس لپاره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون شکایتونه څېړي او دا بهیر ښایي وخت ونیسي.

ډیپلوماټ لیکي، که چېرته د شکایتونو کمېسیون، په زرګونو رایې بې اعتباره کړي ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړ شي ټولنه به بیا هم د نن ورځې په څېر سره ویشلې وي.

د ډیپلوماټ د خپرونې د لیکوال په نظر، داسې ښکارې چې خلک دې ته لیواله نه دي چې په دویم پړاو کې د اشرف غني او عبداله عبداله ترمنځ ټاکنې وشي.

خپرونه لیکي، اوس هم له دې سره دلچسپي نه شته چې د دې دوو سیالانو ترمنځ ګډ حکومت جوړ شي، ښایي خلک به د ملي یووالي د حکومت تکرار ته زړه نه ښه کوي.

د خپرونې په باور، د طالبانو په څېر ډلې، د سیمې او نړۍ هېوادونه هم غواړي چې د افغانستان له اوسني وضعیت څخه یو ډول ګټه ترلاسه کړي.

په دې ترڅ کې د امریکا متحد ایالتونو له طالبانو سره د سولې خبرو ته پاملرنه کړې ده.

بل لور ته چین، پاکستان او ایران غواړي چې سوله وشي او د افغانستان په شمال کې هېوادونه فکر کوي چې د سولې ستر خنډ طالبان دي.

  • واشنګتن ایګزامینر

د لویدیځ بلې خپرونې، واشنګتن ایګزامینر د هغه امریکایي سرتېرې په اړه لیکنه خپره کړې ده چې د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې ووژل شو.

د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې ۳۳ کلن مایکل ګوبل د نیوجرسي اوسیدونکی و، دی د یکشنبې په ورځ په کندز کې د عملیاتو پرمهال ټپي شو او بیا یې د دوشنبې په ورځ ساه ورکړه.

د واشنګتن ایګزامینر په باور له ۲۰۱۴ میلادي کال راوروسته چې د افغانستان د جګړې مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی تر بل هر کال سږکال امریکایي ځواکونو په افغانستان کې ډیر تلفات ورکړي او شمېر یې شلو ته رسېدلی دی.

  • ډیلي میل

ډیلي میل ورځپاڼې هم په کندز کې د وژل شوي امریکایي سرتېرې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا ورځپاڼه لیکي، په کندز کې طالبان پراخ حضور لري او د دې ولایت ځینې سیمې په بشړ ډول د طالبانو په کنټرول کې دي.

ډیلي میل وړاندې لیکي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له یوه کال راهیسې د سولې هڅې کوي لا نه دی بریالی شوی.

په سیپتېمبر کې چې کله په کابل کې د طالبانو په برید کې د یوه امریکایي سرتېرې په ګدون ۱۲ کسه ووژل شول، د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره وروسته تر لسو میاشتو د سولې خبرې ودرولې.

دا خبرې نږدې دوې اونۍ مخکې بیا په قطر کې پیل شوې خو څو ورځې یې دوام وکړ.

د ډیلي میل په باور، خلیلزاد غواړي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو شي او طالبانو تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.