د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

هېواد: ملت نور باید د ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته انتظار نه شي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو اترو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په سرمقاله کې د افغانستان د ټاکنو د بحراني کېدو په اړه لیکلي دي.

وړاندې راغلي، اوس چې د ټاکنو کمېسیون له کړکېچ سره مخ شوی باید قانون ته مراجعه وکړي او د حل اساسي او منطقي لار ورته ولټوي.

په سرمقاله کې راغلي، د روانو کړکېچونو لامل دا دی چې تراوسه د ټاکنو کمېسیون قانون ته پام نه دی کړی او همدا وجه ده چې ټاکنې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "ملت نور باید د ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته انتظار نه شي"

وړاندې راغلي، په ټاکنو کمېسیون کې ځيني سرچیني وايي، ټاکل شوې، چې نن یکشنبه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي او تېره ورځ د ۷ ولایتونو د شمېرل شویو رایو پایلې هم ترلاسه شوي او کمېسیون نور چمتو دی، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

په سرمقاله کې راغلي، که څه هم تر دې دمه څو ځله د ټاکنو د پایلو نېټه ځنډول شوې خو د ټاکنو د کمېسیون له خوا د نن ورځې نېټه باید نوره ونه غځيږي او د ټاکنو پایلې باید هرو مرو اعلان شي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، د دې لپاره چې د سولې خبرې ګړندۍ شوي امریکا، ملګري ملتونه او نړېواله ټولنه په ځانګړي توګه اروپايي ټولنه هم غوښتنه کوي، چې باید ټاکنې نتیجه ورکړي او ولسمشر ژر اعلان شي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي،که څه هم له تېر شاوخوا یوه کال راهېسې د سولې لپاره د افغان حکومت او امریکا له لوري عملي هلې ځلې پیل شوي او په دې برخه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لس پړاوه مخامخ خبرې اترې هم شوي خو لاهم د دغې پروسې سر او بر نه دی معلوم.

وړاندې په سر مقاله کې راغلي، اوس چې د دواړو لورویو ترمنځ د سولې خبرې اترې بیا پیل شوي، که څه هم تمه کېږي چې دا ځل به یوې هوکړې ته سره ورسیږي او د دواړو لوریو تر هوکړې وروسته به د افغان سولې پروسه خپل اصلي پړاو ته سیخه او یوې پایلې ته ورسیږي خو داسې ښکاري چې په دې برخه کې لاهم جدي او ستر خنډونه شته چې له لرې کولو پرته به یې دا پروسه یوې مشخصي پایلې ته ونه رسېږي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک او دغه راز د بین الافغاني خبرو اترو د څرنګوالي په اړه د افغان حکومت او امریکا او طالبانو بېلابېل دریځونه د دغې پروسې د ځنډ اصلي لاملونه دي چې که یو اړخ سره نږدې او نرم نه شي نو ښایې د سولې روان مذاکرات به هم له خنډ سره مخ او ناکام شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، سره له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روان مذاکرات څه ناڅه هیله بخښونکي دي او کېدای شي چې یوې پایلې ته ورسیږي خو که طالبان د تېر په څېر بیا هم پرخپل دریځ ودریږي، انعطاف و نه ښیې او اوربند ونه مني لرې نه ده چې د سولې روان مذاکرات بیا هم له خنډ او ځنډ سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG