د سولې عالي شورا: د سولې په برخه کې اسلام‌اباد نوې ژمنې کړي

محمد عمر داوودزی د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوی د پاکستان نویو ژمنو ته هیله‌مند دی.

تمه ده چې د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داوودزی نن هم له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پر روان بهیر خبرې وکړي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري له اسلام‌اباده په ټیلیفون ازادي راډیو ته وویل چې ځینې ژمنې مو تر اوسه ترلاسه کړې دي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

په دې اړه نور: داوودزي د سولې پروسې او د علماوو د غونډې په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي

"د دې ملاتړ وشو چې موږ ژر د افغانستان د سولې د خبرو د پیلېدو کارونه تنظیم کړو او څرنګه کولای شو چې د افغانستان او پاکستان جید عالمان ګډه غونډه جوړه کړي چې پخوا پاکستان د دې غونډې په ترسره کېدو کې د همکارۍ ژمنه کړې وه او په‌دې برخو کې چې یې کومې ژمنې له موږ سره وکړې، موږ پر دې ټینګار وکړ چې عملي ګامونه دې واخیستل شي."

ښاغلي طاهري زیاته کړه چې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پاکستان له جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان او د عوامي نشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي خان سره د لیدنو کتنو پر مهال موافقه وشوه چې پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې عملي ګامونه واخلي او د دواړو هېوادونو د علماوو غونډه په پاکستان کې ژر تر ژره جوړه شي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داوودزي اسوشیټېډ پرس اژانس ته پرون په ځانګړې مرکه کې وویل چې د پاکستان صدراعظم، سیاسي ګوندونه او پوځي ادارې سره ورته نظر لري او دې موږ هیله‌مند کړي یوو.

ارشیف، د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داوودزی ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ډېر هیله‌مند یو، موږ ټولې هغه سمې نښې نېښانې په اسلام‌اباد کې وینو، د اوس لپاره موږ د سولې په هڅو کې د دوی په همکارۍ کې هېڅ راز شک نه‌وینو."

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی د ښاغلي داوودزي خوشبینۍ ته د شک په سترګه ګوري.

ارشیف، د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال

د اوس لپاره د سولې په هڅو کې د پاکستان په همکارۍ کې هېڅ‌راز شک نه‌وینو.

نوموړي زیاته کړه:

"دا به ډېر خوشبینانه وي چې ووایو د پاکستان د پوځ او د حکومت په سیاست کې دومره بدلون راځي چې موږ مطلقاً پر هغه اعتماد وکړو دا د دې معنی لري چې د پاکستان په لویو ستراتېژيو کې په یو ځلي د افغانستان په ارتباط تغییر راغلی دی، هغه په‌داسې حال کې ده چې پاکستان خپلې محاسبې لري، د کابل-ډېلي مناسبات، پاکستان غواړي له امریکا او غرب نه په‌دې ستراتېژيکه لوبه کې امتیاز واخلي. د پاکستان ستراتېژي دا ده چې په کابل کې داسې یو حکومت رامنځته شي چې هغه به یا په اسلام‌اباد پورې تړلی وي یا حداقل اسلام‌اباد ته مزاحمت ونه‌کړي او په پایله کې پاکستانیان غواړي چې ټوله دنیا افغانستان ته د پاکستان له عینکو وګوري."

د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوی به سبا د پاکستان له څلور ورځني سفر وروسته کابل ته ستون شي.