د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

احوال ورځپاڼه: داسې ښکاري چې ترکیه به افغانستان ته سوله راوړي


  • احوال ورځپاڼه

د احوال په نوم ترکۍ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې، داسې ښکاري چې ترکیه به افغانستان ته سوله راوړي.

د دې مقالې په پیل کې راغلي دي، وروسته تر دې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه شوې داسې معلومېږي چې انقره ممکن په جګړه ځپلي افغانستان کې سوله ټینګه کړي.

احوال ورځپاڼه: انقره ممکن په جګړه ځپلي افغانستان کې سوله ټینګه کړي.
احوال ورځپاڼه: انقره ممکن په جګړه ځپلي افغانستان کې سوله ټینګه کړي.

ټاکل شوې ده چې په استانبول کې د حمل په میاشت کې د سولې خبرې وشي.

احوال ترکۍ ورځپاڼې د افغانستان د سولې عالي شورا د غړي عبدالحکیم مجاهد خبرې رااخیستې دي چې وایي، ترکیه د سیمې پر هېوادونو اغېز لري او هم د افغانستان له حکومت او هم له طالبانو سره ښې اړیکې لري.

  • نشنل انټرسټ

که یو لور ته د سولې خبرې ځنډېدلي بل لور ته نشنل انټرسټ خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې پوځي حل لاره نه‌شته.

په دې مقاله کې راغلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د جولای په میاشت کې پرېکړه وکړه چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي.

طالبانو د سولې د خبرو لپاره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

نشنل انټرسټ: له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو په برخه کې باید تېروتنه ونه‌شي.
نشنل انټرسټ: له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو په برخه کې باید تېروتنه ونه‌شي.

نشنل انټرسټ لیکي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې امریکایي سرتېري له افغانستانه بهر کړي او اوس پر دې غور کوي چې خپل نیمایي پوځیان چې شمېر یې ۷۰۰۰ ته رسېږي له افغانستانه وباسي.

د مقالې لیکوال څرګندوي چې د دې پوځیانو د ایستلو په برخه کې باید تېروتنه ونه‌شي، خو په مقاله کې راغلي دي چې نړیوال په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې نه‌دي او له ۲۰۰۲ کال راپه دې خوا د افغانستان ګڼې سیمې یا طالبانو نیولي یا د حکومت او طالبانو ترمنځ سره پاتې دي.

  • مېل انلاین

د جګړو سربېره افغان کډوال د افغانستان په لور روان دي.

مېل انلاین خپرونه لیکي چې په ۲۰۱۸ کال کې په بې‌ساري ډول افغانان مجبوره شول چې ایران پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.

تېر میلادي کال نږدې ۸۰۰۰۰۰ افغانان له ایرانه افغانستان ته یا په خپله خوښه ولاړل یا هم ایران وایستل.

د وړم کال په پرتله تېر کال له ۶۶ فیصده ډېر کډوال له ایرانه افغانستان ته بېرته تللي دي.

​مېل انلاین لیکي چې خپل هېواد ته د دغه لوی شمېر افغانانو د ستنېدو علت دا دی چې د امریکا متحده ایالاتو پر ایران بندیزونه ولګول او د دغه هېواد پیسې له دې بندیزونو سره ډېرې بې‌ارزښته شوې.

خپرونې د کډوالو د چارو د نړیوالې ادارې (ای او اېم) په وینا لیکي چې د وړم کال په پرتله تېر کال له ۶۶ ډېر کډوال له ایرانه افغانستان ته بېرته تللي دي.

مېل انلاین لیکي، ایران ته به پخوا قاچاقبرانو افغانان انتقالول او له هر یوه به‌یې له ۳۰۰ نیولې تر ۵۰۰ ډالرو اخیستل، دوی به بیا هلته کار کاوه، خو اوس په افغانستان کې د ای او اېم مشر لورېنس هرټ وایي، افغانستان ته د افغانانو د بېرته تګ یو علت د ایران په ګډون په سیمه کې اقتصادي ستونزې دي.

اټکل کېږي چې لاهم په ایران کې نږدې یو نیم میلیونه افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG