د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

زلمی خلیل‌زاد د څلورم ځل لپاره د سیمې د څلورو هېوادونو په سفر وتلی


د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د څلورم ځل لپاره د سیمې د څلورو هېوادونو په سفر وتلی.

له هغې یوه ورځ وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند له صدراعظم سره په افغانستان کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې د افغان سولې لپاره د هغه هېواد ځانګړي استازي د سیمې هېوادونو ته خپل څلورم سفر له هندوستانه پیل کړی.

دا لومړی ځل دی چې د سولې د هڅو په ترڅ کې خلیل‌زاد له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې پر موضوع خبرې کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د خلیل‌زاد هڅې او مأموریت د سیمې د هېوادونو، طالبانو او افغان حکومت لپاره یو فرصت ګڼي وايي دا هڅې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ژمنتیا ډېرولی شي.

زلمي خلیل‌زاد هند، چین، افغانستان او پاکستان ته سفرونه پیل کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیل‌زاد به له هندوستانه وروسته چین، افغانستان او پاکستان ته هم ولاړ شي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سیمې څلورو هېوادونو ته دا سفر به د روانې جنورۍ میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې دوام وکړي.

ویل کېږي چې د ۱۳ ورځو په‌دغه سفر کې به ښاغلی خلیل‌زاد د افغان ستونزې د سیاسي حل په خاطر د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:24 0:00
مستقیم لېنک

د افغانستان د سولې عالي شورا د خلیل‌زاد دا هڅې بې‌دیله ګڼي وايي، بالاخره دا هڅې به افغانان په خپلو منځو کې خبرو ته حاضر کړي.

د دغې شورا یوه غړي محمد امین‌يې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د خلیل‌زاد سفر ته لا بدیله ویلی شو ځکه که فرضاً د خلیل‌زاد سفر لاسته راوړنې ونه‌لري او یا له خنډونو سره مخ شي، نو بیا بل بدیل څه کېدای شي؟ نو ځکه دا د افغانستان لپاره، د سیمې د هېوادونو لپاره او د وسله‌والو طالبانو لپاره یو فرصت دی چې د خلیل‌زاد له مأموریت څخه، د هغه له صلاحیت څخه او د هغه له هڅو څخه یوه نتیجه واخلي تر څو د دغه ناورین د پای ته رسېدلو لپاره یوه دروازه خلاصه کړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې زلمی خلیل‌زاد د همدې هدف په خاطر د لیندۍ د میاشتې په ۱۲مه نېټه هم د اتو هېوادونو په سفر تللی و او په ابوظبي کې يې له طالب استازو سره درې ورځنۍ ناسته درلوده.

په درېیم ځل دغه سفر کې نوموړی پاکستان، افغانستان، روسيې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته تللی و.

د طالبانو قطر دفتر
د طالبانو قطر دفتر

د افغان سولې په برخه کې د پاکستان په رول تل ټينګار شوی، خو د خلیل‌زاد په‌دغې دوره کې د لومړي ځل لپاره د شاملو دوه هېوادونو له ډلې يې چین له پاکستان سره خورا نږدې، خو هندوستان خړې پړې اړیکې لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG