د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

داوودزي د سولې پروسې او د علماوو د غونډې په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي


محمد عمر داوودزی د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره
محمد عمر داوودزی د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره

د افغانستان د سولې له بهیر سره د پاکستان رښتیني همکاري او د دواړو هېوادونو د علماوو ګډه غونډه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د جمعیت علماء اسلام له مشر سره د محمد عمر داوودزي د خبرو د اجنډا مهمه برخه وه.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۹» له اسلام‌اباد څخه رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي چې محمد عمر داوودزي د سې شنبې په ماښام د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د هغه هېواد د جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا فضل‌الرحمان سره وکتل.

ارشیف، د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
ارشیف، د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او مذهبي مشر سره په دوه موضوعګانو بحث وشو:

  • یو دا چې د سولې له پروسې د پاکستان ملاتړ او داسې عملي اقدامات چې د سولې په بهیر کې ګټور واقع کېږي، کومو ته چې ډېره اړتیا ده.
  • بله دا چې د پاکستان له مذهبي مشر سره د دواړو هېوادونو د علماوو په ګډه غونډه خبرې وشوې، څو لازم اقدامات وشي."

ښاغلی طاهري له افغان پلاوي سره د هغه هېواد د چارواکو د ژمنو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان د سولې شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې د اجماع لپاره په سیمه‌ییزو چارو کې د ولسمشر غني استازی محمد عمر داوودزی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» په يوه څلور ورځني سفر پاکستان ته ولاړ.

ښاغلي داوودزي له دې وړاندې ویلي چې د دغه سفر هدف‌يې د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا ترلاسه کول دي.

ښاغلي داوودزي دا هم ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو له ارزونې وروسته به د سیمې ځينو نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د سیاسي چارو کارپوه خالد سادات وايي چې د سولې له بهیر سره د پاکستان د مذهبي کړیو مرسته د هغه هېواد د نظامیانو په خوښې پورې اړه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"که پاکستان صادقانه همکاري ترسره کوي له شک پرته چې د دې کار لپاره به د هغه هېواد له نظامیانو او استخباراتو اجازه اخلي، تر هغې چې د پاکستان له سیاسیونو او نظامیانو سره قوي خبرې ونه‌شي او دوی يې ملاتړ ونه‌کړي مذهبي مشران به‌يې په خپل سر د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته ونه‌کړي."

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي چې پاکستان ته د سفر په ترڅ کې به عمر داوودزی د هغه هېواد د پوځ له لوی درستیز او نورو سیاسي او مذهبي مشرانو سره هم وګوري.

افغان حکومت هڅه کوي چې د سولې په برخه کې د پاکستان او د هغه هېواد د ځينو سیاسي او مذهبي مشرانو ملاتړ ترلاسه کړي هغه څه چې د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره مهم بلل کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG