د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

د افغانستان د سولې هڅې او خنډونه!


د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وایي، که طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې ونه کړې، په دې هېواد کې د جګړې پای ته رسېدل به یو خیال وي.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن چهارشنبه په کابل کې په یوه غونډه کې وکړې.

عبدلله وویل، د سولې په هره موافقه کې باید زموږ د خلکو حقونه خوندي او درناوی یې وشي، ځکه دوی ټولو ډېره قرباني ورکړې، خو د دوی دغه هیله به هېڅ کله پوره نشي، که طالبان له دې ډډه وکړي چې د افغانستان له حکومت سره چې یو مهم اړخ دی، خبرو ته کېني.

ارشیف، د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
ارشیف، د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

عبدالله یوځل بیا په دې ټینګار وکړ چې د طالبانو په دریځ کې دوم کوم بدلون نه ویني او نه یې د ملاتړي هېواد په پالېسيو کې چې د هغه اشاره ظاهراً پاکستان ته وه.

عبدالله وویل، طالبان وایي چې دوی هاغه پخواني طالبان نه دي او له تاریخه یې درس اخیستی او د یوه پراخ بنسټه حکومت ملاتړ کوي، خو دوی له یو شمېر افرادو سره چې دوی یې مخور او مشران بولي، خبرې کول غوره بولي چې د ده په وینا، دا د ملي ګټو خلاف دي.

عبدالله وویل، دوی په دې کار سره غواړي وښیي چې حکومت کمزوری دی یا هم د دوی په سترګو کې وجود نه لري.

په عین حال کې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داوودزی بیا وایي چې روان ۲۰۱۹ کال به د سولې د هیلې کال وي.

داوودزی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره هغه هېواد ته تللی، له اسوشېټېډ پرېس اژانس سره نن په مرکه کې یې وویل چې موږ هېڅ کله تر اوسه د سولې کال نه دی نومولی او روان ۲۰۱۹ میلادي کال ځکه د سولې د هیلې کال نوموي چې په دې کال به د سولې هڅې نتیجه ورکړي.

ښاغلي داوودزي وویل، د پاکستان صدراعظم عمران اوس په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت په اړه نېکه اراده ښکاره کړې او دوی هیله مند دي چې دا به د سولې په برخه کې ښه نتیجه ورکړي.

د سولې د هڅو په ترڅ کې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د سیمې یو شمېر هېوادونو ته په سفر وتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به په دې سفر کې چې د جنورۍ په اتمه یې پیل کړی او د دې میاشتې تر ۲۱مې به دوام کوي، هند، چین، افغانستان او پاکستان ته لاړ شي، خو د چارو د کارپوهانو په وینا، داځل قطر ته نه تګ یې له طالبانو سره د اختلافاتو ښکارندويي کوي.

ارشیف، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
ارشیف، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په پام کې وه چې ښاغلی خلیلزاد چې له دې مخکې یې درې ځلې د طالبانو له استازو سره خبرې کړي، نن او سبا په قطر کې چې د طالبانو دفتر پکې پرانیستی دی، بیا له طالبانو سره خبرې وکړي، خو ویل کېږي چې د خبرو د اجنډا پرسر د اختلافاتو له امله دغه غونډه لغوه شوې ده.

له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتل، د یوه احتمالي اوربند اعلانول او له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو لېرې کېدل هغه د اختلاف وړ مسایل وو چې د دې غونډې د لغوه کېدو سبب شوي دي.

د افغانستان په لانجه کې ښکېل د سیمې د بل لوبغاړي د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، طالبان باید د افغانستان په راتلونکې کې رول ولري.

جواد ظریف ویلي، دا په افغانانو پورې تړلې ده خو د ده په باور له طالبانو پرته د افغانستان سوله ییزه راتلونکې به ناممکنه وي، خو طالبان باید په راتلونکي سیاسي نظام کې برلاسي نه وي.

هغه ویلي چې د طالبانو له استازو سره ایراني چارواکو د دې لپاره خبرې کړي چې له افغانستان سره د هغو پولو امنیت ډاډمن کړي چې هاخوا پرې وسله وال طالبان نفوذ لري.

په عین حال کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو به تاشکند د افغانستان په اړه د د هند او مرکزي آسیا د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.

په دې غونډه کې به د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په ګډون د قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران او د قزاقستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ګډون وکړي.

د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې، د دې غونډې ګډونوال به پر دې خبرې وکړي چې د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، انرژۍ او پانګونې په ګډون پر ځینو نورو برخو کې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته په څه ډول پراختیا ورکول کېدای شي.

XS
SM
MD
LG