پاکستان ته د امریکا د سلګونو میلیونو ډالري مرستې د ځنډولو ګواښ!

د امریکا حکومت وايي، تر هغې چې اسلام اباد په خپلو پولو کې د افغان طالبانو او حقانې شبکې پر ضد جدي اقدامات نه وي کړي، له پاکستان سره به شااوخوا يو ميليارد ډالره مالي مرسته وځنډوي.

د امریکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې جمهوري غوښتونکي سناتور باب کورکر ويلي چې د پاکستان حکومت له دوه مخو حکومتونو څخه تر ټولو دوه مخی دی چې دی په خپل ژوند کې ورسره ښکېل شوی دی.

باب کارکر

ده ويلي چې پاکستان له حقاني شبکې ملاتړ کوي او يا هم دوی ته اجازه ورکوي چې په دغه هېواد کې خوندي ځايونه ولري او دا په داسې حال کې ده چې دغه ډلې امريکايي نظاميانو ته تر ټولو لوی خطر دي.

د پنجشنبې په سهار د پاکستان يوه جنرال اصف غفور د دې هېواد جيو ټلويزيون ته وويل چې اسلام اباد غواړي له امریکا سره همکارۍ ته دوام ورکړي، خو د دې لپاره به د خپل هېواد ملي ګټې او حيثيت نه قرباني کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناویرټ بیا د پنجشنبې په ورځ په واشینګټن کې خبریالانو ته وويل چې امريکا به تر هغه وخته پاکستان ته د يو ميليارد ډالرو مرستې وځنډوي چې پاکستان د سخت دريځو پر ضد جدي اقدامات نه وي کړي.

دې وويل چې طالبان او حقاني شبکه په پاکستان کې لا هم خوندي ځالې لري او د افغانستان د نا امنه کولو او په دغه هېواد کې د امریکا او متحدانو پر کارکوونکو بریدونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له پاکستان سره د مرستو د ځنډېدو پر جزییاتو لا هم کار روان دی، خو د هغو پیسو اندازه چې د امریکا له خوا یې پاکستان ته د نه ورکولو پرېکړه شوې، نېږدې نهه سوه میليونو ډالرو ته رسېږي.

راپورونه وايي چې په دې پیسو کې نهه سوه میليونه ډالر د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د عملیاتو لپاره مرسته شامله ده چې پنټاګون یې بايد پاکستان ته ورکړي.

همدارنګه ۲۵۵ میليونه ډالر د پوځي وسایلو د اخیستلو لپاره د بهرنۍ پوځي مرستې په نوم اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکول کېدې چې لا د مخه یې دې هېواد ته ورکول ځنډول شوې دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل، پاکستان ته ټوله ورکول کېدونکې ۹۰۰ میليونه ډالره پوځي مرسته ځنډول شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ۲۵۵ میليونه ډالر چې د بهرنۍ پوځې مرستې په نوم دې وزارت له خوا پاکستان ته ورکول کېدل، لا د مخه د اګست د میاشتې راهېسې پر پاکستان د سخت دریځو وسله والو پر ضد د اقداماتو لپاره د فشار راوړلو په خاطر ځنډول شوي دي.

د امریکا د ملي امنيت سلاکار اېچ ار مک مسټر هم ويلي، د پاکستان مشران انتخاب لري چې امنيت ټينګ کړي، يا که د شمالي کوریا غوندې دريځ خپل کړي.

افغانستان ته د امريکا پخوانی سفیر ډاکټر زلمي خليلزاد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، په واشنګټن کې په دې اړه خبرې روانې دي چې کوم پاکستاني نظاميان په تور لیست کې شامل شي.

افغانستان ته د امريکا پخوانی سفیر ډاکټر زلمي خليلزاد

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې وروستيو کې پاکستان ترورېستانو ته په پناه ورکولو تورن کړ، خو پاکستاني چارواکو د ټرمپ دا تور غندلی او رد کړی دی.

پاکستان دې هر څه ته څه عکس العمل ښودلی دی؟

په پاکستان کې د امریکا د سفارت يوه ویاند تأييد کړې وه چې د سې شنبې په ورځ پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د امریکا سفير د اعتراض لپاره احضار کړی و.

د پاکستان يوې لوړپوړئ سناتورې د امریکا د دې پرېکړې په اړه ناخوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې دا به د پاکستان او امریکا پر اړيکو منفي اغېز وکړي.

نزهت صادق د پاکستان د پارلمان په ولسي جرګه کې د بهرنيو اړيکو د سنا مشره ده چې وايي، اسلام اباد د امریکا له مرستو پرته خپل کارونه پر مخ وړلای شي، لکه په ۱۹۹۰يمه لسيزه کې.

صادق نن د جمعې په ورځ وويل چې هغه څه چې امریکا کوي، د ترورېزم پر وړاندې يې د پالېسۍ پر ضد دي او ښه کار نه دی او دا به په سیمه کې د تل پاتې سولې لپاره هم ښه نه وي.

په امریکا کې د ويلسن تحقيقاتي مرکز مرستيال مايکل کوګلمن وايي، پاکستان ته د امریکا د مرستو ځنډېدل به د دواړو هېوادونو پر اړيکو دومره منفي اغېز ونه کړي، خو ښايي پاکستان سعودي عربستان ته مخ واړوي او له چين څخه د نظامي تجهيزاتو تر لاسه کولو لپاره مراجعه وکړي، خو د ده په وينا، پاکستان به د پرمختللو نظامي تجهيزاتو په خاطر له امریکا سره پاتې شي.

د اسوشېټېډ پرېس خبری اژانس په وينا، پاکستان ته د امریکا مرستې په ۲۰۱۱میلادي کال کې کمېدل پيل شوې او دا وروسته له هغه چې د دې کال په سپټمبر مياشت کې د امریکا ځانګړو ځواکونو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه او پاکستان د اقتصادي ملاتړ لپاره خپل شمالي ګاونډي هېواد چين ته مخ واړاوه.

چين به په پاکستان کې د ټرانسپورټ په برخه کې ميلیونونه ډالره پانګونه وکړي.