د امریکا د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر سلاکار «اچ. ار» مکمسټر وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان له کړو وړ بېحوصلې شوی او اسلاماباد ته وروستي پيغامونهيې نور وضاحت نهغواړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ پر ټویټر ولیکل چې پاکستان له ترورېزم سره د مبارزې په نوم میلیونونه ډالر له امریکا ترلاسه کړي او د امریکا خولې تهیې خاورې وراچولي، امریکایانو تهیې دروغ ویلي او فریبیې ورکړی دی.
The United States has foolishly given Pakistan more than 33 billion dollars in aid over the last 15 years, and they have given us nothing but lies & deceit, thinking of our leaders as fools. They give safe haven to the terrorists we hunt in Afghanistan, with little help. No more!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 1, 2018
د ولسمشر ډونالد ټرمپ سلاکار «اچ. ار» مکمسټر پرون له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل:
"ولسمشر د پاکستان له چلنده ستړی شوی دی، پاکستان ترورېستي ډلو ته ځای ورکړی، په انتخابي ډول، په یو شمېر ترورېستانو پسې ګرځي او له یو شمېر نورو د خپل بهرني سیاست د مټ په څېر کار اخلي."
مکمسټر زیاته کړه چې امریکا له پاکستان سره د "تا ویل-ما ویل" لوبه نهکوي، بلکې غواړي په ډېر وضاحت پاکستان وپوهوي چې نور د داسې تضاد د زغملو حوصله نهلري.
د ملي امنیت په چارو کې د امریکا د ولسمشر سلاکار امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان له خلکو سره خواخوږي احساسوي، په ځانګړي ډول دې ته په کتلو چې هغوی د ترورېستي ډلو د فعالیت له امله څومره ځورېدلي او د ترورېزم قرباني شوي دي.
د مکمسټر په وینا، ولسمشر ټرمپ له هغو پاکستانیانو سره خواخوږي لري چې غواړي د پاکستان حکومت، له انتخاب پرته ترورېستي ډلې ونیسي.
مکمسټر زیاتوي:
"دا لکه څرنګه چې ځیني خلک ښايي فکر وکړي، د ملامتۍ اچولو لوبه نهده، بلکې حقیقتاً موږ هڅه کوو چې په وضاحت پاکستان وپوهوو چې زموږ اړیکې نور د داسې تضاد زور نهشي زغملی، دا چې موږ باید د افغانستان د ثبات لپاره ګډ کار وکړو، داسې چې پاکستان ته هم زیاته ګټه ورسوي. یوه ډېره ځورونکې مسئله دا ده چې پاکستان د خپل ولس د ګټو پر ضد کار کوي ځکه په ترورېستانو کې انتخاب کوي، د طالبانو او د حقاني شبکې رهبرانو تهیې ځای ورکړی چې له هغه ځایه فعالیت وکړي او هغوی د افغانستان او پاکستان په ځيني برخو کې د خلکو لپاره دوزخ جوړ کړی."
د امریکا د ولسمشر سلاکار اچ. ار مکمسټر امریکا غږ ته وویل چې د چین په ګډون، د سیمې هېڅ هېواد نهغواړي چې پاکستان د ترورېستانو ډلو ته ځای ورکړي او د هغوی پر ضد انتخابي چلند وکړي.
د مکمسټر په وینا، امریکا فکر نهکوي چې پاکستان به غواړي چې په سیمه کې په منفور او طرد شوي هېواد بدل شي.
مکمسټر وویل:
"موږ باور لرو چې پاکستان نهغواړي چې یو منفور دولت وي. پاکستان زیات ظرفیت لري، بشري پانګه او اقتصادي قوت لري. موږ غواړو چې پاکستان د خپلو ګټو پر اساس کار وکړي او د ترورېستانو د ډلو په وړاندې له انتخابي چلنده لاس واخلي او د هغوی رهبرانو ته د پناه ځایونو په څېر له نور امتیاز له ورکولو ډډه وکړي."
پاکستان ځان په سیمه کې اټمي قدرت ګڼي.
«اچ. ار» مکمسټر د امریکا غږ د خبریالې دې پوښتنې ته چې که د پاکستان حکومت د شمالي کوریا په څېر د نړیوالو تړونونو په وړاندې له مسئولیتونو د ځان خلاصولو لپاره پر خپل اټمي پروګرام اتکا وکړي، په ځواب کې وویل:
"دا به د پاکستان رهبرانو ته معقول کار نهوي."
«اچ. ار» مکمسټر زیاته کړه:
"ایا پاکستان غواړي چې په شمالي کوریا بدل شي؟ زما په فکر پاکستان کولائ شي چې د ښه امنیت او ثبات پر لور د تګ لار غوره کړي یا د شمالي کوریا د مثال ټینګولو پر لار ولاړ شي."
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل، د متحده ایالاتو ولسمشر د خپل بهرني سیاست په ارتباط مهمې او واقعبینانه پرېکړې کړي چې په اګسټ میاشت کې د افغانستان او پاکستان په ګډون د "اندو-پاسیفیک" سیمې د پالېسۍ اعلانیې یوه بېلګه ده.
Your browser doesn’t support HTML5