د ښځو چارو وزارت: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۱۵۳۱ پېښو ته راښکته شوی

په داسې حال کې چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده، د ښځو چارو وزارت وايي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی سږ کال کم شوی.

دغه وزارت وايي، په تېر کال کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۶۹۵ پېښې ثبت کړې وې، خو سږ کال دا شمېره ۱۵۳۱ ته راښکته شوې ده.

د یاد وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۴» "د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوئ" تر عنوان لاندې یوې ناستې ته په دې اړه وویل:

"د ښځو د چارو وزارت له‎خوا ثبت شوې قضیې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کې د سږ کال کمښت څرګندوي. موږ هیله لرو چې د ثبات او امنیت ټینګښت او د اړوندو ادارو له پیاوړې همغږۍ سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مسئلې ته لومړیتوب ورکړي او ان‌شاءالله راتلونکو کلونو کې به موږ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو."

د ښځو چارو وزارت مرستیالیه سپوږمۍ وردګ

د افغانستان د ښځو چارو وزارت بې‌وزلي، له اسلامي احکامو بې‌خبري او بې‌سوادي په هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لاملونه ګڼي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې د افغان ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۱۳۲ قضیې له کمېسیون سره ثبت کړې دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت تېر کال هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

خو دغه وزارت اوس خوشبین دی چې د حکومت هڅې به په راتلونکو کلونو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نور هم راټیټ کړي.

خو له دې خوشبینیو سره سره، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې لا هم په اړوندو ادارو انتقادونه موجود دي.

د ښځو او ماشومانو د تحقیقاتي بنسټ مشرې زرقا یفتلي له دغې ناستې وروسته ازادي راډيو ته وویل چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اړتیا ده، څو د معافیت فرهنګ له‎منځه ولاړ شي.

د ښځو او ماشومانو د تحقیقاتي بنسټ مشره زرقا یفتلي

نوموړې وايي:

"له مجازاتو څخه معافیت د دې سبب شوی چې د تاوتریخوالي شمېر لوړ شي، کله چې یوه ښځه له تاوتریخوالي سره مخ کېږي او د تاوتریخوالي له عامل په وړاندې قانون نه‌پلې کېږي، نورو ته هم انګېزه ورکوي چې داسې حقوقي سند نه‌شته چې له هغه سره سم مجازات شي او همدا د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوی."

د یادې ناستې په پای کې د تاوتریخوالي یو شمېر قرباني شویو ښځو له حکومته وغوښتل، څو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملان محاکمه او عدالت تأمین کړي.

له بلې‎خوا د افغانستان د حج او اوقافو وزارت لوړپوړي سلاکار عبدالعزیز عزیزي په دې ناسته کې ټينګار وکړ چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هغوی د حقونو د تأمین لپاره د دوې هڅې روانې دي.

راپور: ناجیه ساپۍ