د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

مسؤلین: غزني کې مېرمنې له خپلو معتادو خاوندانو طلاق غواړي


د غزني ولایت د ښځو چارو ریاست مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې اوس زیات شمېر هغه مېرمنې چې مېړونه يې پر نشې روږدي وي، ور څخه طلاق اخلي.

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په نشه یې توکو د اخته کسانو شمېر زیات شوی او ټولنه یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې ده.

په دغه ولایت کې د ښځو چارو رئیسې شکريې ولي ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې زیات شمېر هغه ځوانان چې په نشه یې توکو روږدي وي، خپلې مېرمنې یې دې ته مجبوره کړي چې ور څخه طلاق واخلي.

نوموړې وايي چې په دې ورستیو کې دوی ته هره ورځ دوه یا درې داسې مېرمنې مراجعه کوي چې خاوند يې په نشه یې توکو اخته وي او غواړي چې ور څخه طلاق واخلي، اغلې ولي زیاته کړه:

"موږ ته زیات شمېر مېرمنې د دې لپاره راځي چې وايي، خاوند مې په نشه يې توکو اخته دی او زه طلاق ځنې اخلم، ځکه زما خاوند ما او زما ماشومان نه شي ساتلای او په خبره یې چې خاوندانو يې د دې پر ځای چې کور ته یوڅه را وړي، د کور سامانونه پلوري، نو ځکه دوی غواړي چې طلاق ترې واخلي."

اغلې ولي وايي، په دغه ولایت کې زیات شمېر مېرمنې اوس بې‎کارۍ دې ته اړ کړي چې خلکو ته د سوال لاس اوږد کړي.

په دې ولایت کې مدني فعالین هم په دي اړه اندېښنه ښیي.

مدني فعاله فوزیه کاکړ دولت ته وړاندیز لري چې دغلته دې ځوانانو او بې سر پرسته مېرمنو ته د کار زمنیه برابره کړي، څو ځوانان له نشه يې توکو لاس واخلي او مېرمنې هم دې ته مجبوره نه شي چې له خپلو مېړونو څخه طلاق واخلي، اغلې کاکړ وايي:

"زما له دولت څخه غوښتنه دا ده چې که چېري غواړي یوه کورنۍ ګډ او ښه ژوند ولري، دولت دې لومړی د هغو کسانو چې په نشه يې توکو اخته دي، درملنه وکړي اووروسته دې ور ته د کار زمینه برابره کړي او هغه مېرمنې چې غواړي له خپل خاوند څخه طلاق واخلي، هغوی ته دې هم د کار زمینه برابره کړي.”

غزني د هېواد ولایت یو له نا امنه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره، زیات شمېر ځوانان يې بې‎کاره دي او شااوخوا ۸۰ سلنه خلک يې په کرنه او مالدارۍ

بوخت دي.

په ورته وخت کې بیا د غزني ولایتي اداره وايي چې دغلته یې د بې‎کاره ځوانانو او بي سرپرسته مېرمنو لپاره د کار موندنې هڅې پیل کړې دي.

د غزني والي انجنېر عبدالکریم متین ازادي راډيو ته وويل، که څه هم په دغه ولایت کې په نشه یې توکو د اخته کسانو شمېر زیات دی، خو وايي چې دوی یې د درملنې لپاره یو مرکز خلاص کړی او درملنه یې کوي، څو دغه کسان بېرته له خپلې کورنۍ سره ګډ ژوند پیل کړي.

همدا رنګه ښاغلي متین وویل چې د هغو مېرمنو لپاره يې هم د کارموندنې هڅې پیل کړي چې بې سرپرسته دي او د کور چارې ور د غاړي دي.

"په خواشیني سره باید ووایم چې دغه څه په غزني ولایت کې شته، یعنې په نشه يې توکو اخته کسان تر بل هر ولایت دلته ډېر دي، خو تاسې به هم خبر یاست چې موږ څه موده مخکې په نشه یې توکو د اخته کسانو لپاره يو ۴۰ بستریز روغتون خلاص کړ، موږ پولیسو او نورو کشفي ارګانو نو ته دنده سپارلې چې له سیمې څخه هغه کسان را ټول کړي چې په نشه يې توکو اخته وي او بل د ښځو چارو ریاست مسؤلینو ته مو هم ویلي چې هغه مېرمنې چې بې سرپرسته او اوزګارې دي، نومونه يي لېست کړي او موږ ته يې را واستوي، څو موږ ورته د کار زمینه برابره کړو."

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست مسؤلینو ویلي وو چې په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلي ډېرېږي، خو دولت يې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG