ټېلرسن پر پاکستان د ترهګرو د پټنځایونو په له‌منځه وړلو بیا ټینګار وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د سې شنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره په لیدنو کې پر پاکستان یو وار بیا ټینګار وکړ چې پر خپله خاوره د ترهګرو د پټنځایونو د له‌منځه وړلو لپاره هڅې زیاتې کړي.

په اسلام‎اباد کې د امریکا سفارت وايي، رکس ټېلرسن په اسلام‎اباد کې د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه په شمول د دې هېواد له لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره په کتنه کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه پیغام تکرار کړ:

"پاکستان باید د هغو وسله‎والو او ترهګرو د بشپړه له‎منځه وړلو لپاره چې د دې هېواد له خاورې فعالیت کوي خپلې هڅې زیاتې کړي."

پاکستاني چارواکي له امریکايي چارواکو سره د خبرو پر مهال

په اسلام‎اباد کې د امریکا سفارت په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې:

"د اندېښنو د په ګوته کولو په هدف د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نوې ستراتېژي جوته کړه او په‌کې یې د پاکستان هغه مهم رول په ګوته کړ چې د امریکا او نورو لورو سره د افغانستان د سولې په پروسه کې شریک کار وکړي."

د ټېلرسن په وینا دا هغه څه دي چې په ټوله سیمه کې امنیت راوستلی شي.

په اسلام‎اباد کې د امریکا سفارت زیاتوي چې ښاغلي ټېلرسن له پاکستاني چارواکو سره په لیدنو کې یادونه وکړه:

"پاکستان او د امریکا متحده ایالات د یو باثباته او سوله‎ییز افغانستان په رامنځته کولو، په جنوبي اسیا کې د داعش په ماتولو او د هغو ترهګرو ډلو په له‎منځه وړلو کې چې پاکستان او امریکا دواړو ته ګواښ دی، شریکې ګټې لري."

د امریکا د سفارت اعلامیه وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره په ټولو لیدنو کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان د قربانیو قدرداني وکړه او همدارنګه د یوې برمته شوې امریکايي-کاناډايي کورنۍ په خوشې کولو کې یې د پاکستان د حکومت او پوځ له همکارۍ مننه وکړه.

دا کورنۍ چې پنځه کاله مخکې افغانستان کې د حقاني شبکې تښتولې وه په دې وروستیو کې په پاکستان کې د طالبانو له برمتې خوشې شوه.

برمته شوې امریکايي-کاناډايي کورنۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ له کابله د راولپنډۍ پوځي هوايي اډې ته ورسېده.

د اسوشیټېد پرس خبري اژنس وايي چې پاکستاني چارواکو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته سوړ هرکلی ووایه او هوايي ډګر ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د متوسطې کچې چارواکي هرکلي ته وراستول شوي وو.

په اسلام‎اباد کې د امریکا سفارت وايي، رکس ټېلرسن د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره چې د بېلابېلو پاکستاني ادارو د لوړپوړو چارواکو د غونډې مشري یې کوله وکتل.

په دې لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف، د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال، د دفاع وزیر خرم دستګیر، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې "ای. اېس. ای" مشر جنرال نوید مختار او نورو لوړپوړو چارواکو برخه لرله.

امریکايي پلاوی

په راپورونو کې د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي له خولې ویل شوي چې هېواد یې د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته ژمن دی او زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري.

د پاکستان د صدراعظم له دفتره وروسته په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:

"امریکا او پاکستان موافقه وکړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیالوګ په پروسو کې پر رامنځته شوي تفاهم کار وکړي."

خو په عین حال کې یې د سیمې ثبات له هندوستان سر د کشمیر پر سر د پاکستان په کړکېچ پورې هم تړلی بللی دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي، دا نه‎ده څرګنده چې په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د ټېلرسن لیدنو څومره وخت ونیوه، خو نوموړی اسلام‎اباد ته له رسېدو څه کم څلور ساعته وروسته د سې شنبې په ماښام هندوستان ته روان شو.

دا پاکستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د یو لوړپوړي چارواکي لومړی سفر و.

ټېلرسن تر دې یوه ورځ مخکې په کابل کې ویلي و، واشنګټن د پاکستان څخه د وسله‌والو د فعالیت د مخنیوي په برخه کې مشخصې غوښتنې لري.