"مک" د افغانستان په لویه څارنوالۍ کې فساد، ستونزې او پرمختګونه ارزولي

«مک» یا د فساد پر وړاندې د څارنې ګډه کمېټه وايي چې د افغانستان په لویې څارنوالۍ کې اساسي او جدي بدلونونو ته اړتیا ده.

دغه کمېټه وايي، په لویې څارانوالۍ کې اصلاحات ځکه مهم دي چې دغه اداره باید د فساد په له‌منځه وړلو کې خپل مهم رول ولوبوي.

«مک» په تېرو ۹ میاشتو کې د افغانستان په لویې څارنوالۍ کې ستونزې او پرمختګونه ارزولي او وړاندیز کوي چې په دغې اداره کې اساسي او جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د فساد پر وړاندې د څارنې د ګډې کمېټې رئیس مارک پیمان وايي، که څه هم لوی څارنوال د اصلاحاتو اراده لري او دا کار یې پیل کړی، خو د دې ادارې په ټول تشکیلاتي جوړښت کې اساسي بدلونونه باید رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې د لویې څارنوالۍ نوې رهبرۍ چې څه باندې یو نیم کال کېږي رامنځته شوې د اصلاحاتو واضح هڅې کوي، خو اساسي ستونزه دا ده چې د لویې څارنوالۍ په ټوله اداره کې باید اصلاحات رامنځته شي چې دا به کلونه وخت ونیسي."

د فساد پر وړاندې د څارنې د ګډې کمېټې د ارزونو پر اساس د لویې څارنوالۍ د ګمارنې په پروسه کې شفافیت ته نه‌پام، له نورو بنسټونو سره نه‌همغږي او د کافي ظرفیت نشتوالی اساسي ستونزې دي.

همداراز په دغې ارزونه کې دا هم راغلي چې په ځینو مواردو کې پولیسو او څارنوالانو له توقیف او څېړنو څخه د رشوت اخیستلو د وسیلې په توګه استفاده کړې ده.

مک: په ځينو مواردو کې له رشوت اخیستلو نه استفاده شوې.

د فساد پر وړاندې د څارنې ګډې کمېټې همداراز په لویې څارنوالۍ کې د اساسي اصلاحاتو په هدف ۵۱ وړاندیزونه مطرح کړي چې مهم هغه‌یې اداري اصلاحات، د فساد پر وړاندې اغېزمنه مبارزه او پر ټولو یو شان د قانون پلي کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر ویلي و چې یو شمېر افغانانو د افغاسنتان په عدلي او قضايي بنسټونو کې د فساد او بې‌عدالتیو له کبله د مخالفینو محکمو ته مخه کړې.

له دې ټولو سره-سره د افغانستان لويه څارنوالۍ تر یو بریده ستونزې مني، خو د اغېزمنو پلانونو د عملي کولو خبره هم کوي.

د لویې څارنوالۍ مرستیال نور حبیب جلال وايي چې په تېر یو کال کې ۲۰ څارنوالان د علني رشوت اخیستنې پر مهال نیول شوي.

جلال: موږ په یوه کال کې شل څارنوالان د رشوت په تور نیولي.

نوموړي زیاته کړه:

"تاسو شاهد یاست چې موږ په یوه کال کې شل څارنولان د علني رشوت اخیستلو پر مهال نیولي محکمو ته مو راکاږلي او د هېڅ‌چا پر وړاندې انعطاف [تېرېدنه] نه‌ده شوې او څنګه چې په قانون کې راغلي هغوی محاکمه شول."

په ورته وخت کې د فساد پر وړاندې د څارنې د ګډې کمېټې بل غړی سید حمیدالله تواب وايي چې که څه هم فساد د افغان حکومت په ټولو بنسټونو کې شته، خو په عدلي او قضايي بنسټونو کې له فساده هېڅ‌څوک انکار نه‌شي کولای.

د ښاغلي تواب په خبره د عدالت د تأمین او پر عدلي او قضايي بنسټونو د خلکو د لا باور لپاره په عدلي او قضايي بنسټونو کې اصلاحات تر هر څه مهم دي.

راپور: محمد حدیث پردېس