د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

دفاع وزارت: په فساد د تورنو ۷ لوړپوړو افسرانو دوسیې محکمې ته استول شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، د هغو لوړپوړو افسرانو چې په اختلاس او اداري فساد تورن دي، دوسیې د ارزونې لپاره د اداري فساد د لویو جرمونو د ارزونې ځانګړې محکمې ته استول شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې په دې قضیه کې لومړی یو کس تورن و چې تر پلټنو وروسته اوه نور کسان هم ونیول شول.

افغان چارواکي وایي چې د اداري فساد او اختلاس په دې قضیه کې د درېیو جنرالانو په ګډون اووه افسران شامل دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل چې د دغو افسرانو دوسیې پرون د دوشنبې په ورځ له لویې څارنوالۍ څخه د اداري فساد د درنو جرمونو د ارزونې ځانګړې محکمې ته استول شوي او له دې سره هم مهاله دغه افسران نیول شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل:

"دوی اووه تنه دي، د تېلو او جنراتورونو په دوسیه کې د ادارې فساد د درنو جرمونو د ارزونې ادارې پرون دغه افراد نیولي او زندان ته‌یې لېږلي، ځکه چې د هغوی دوسیې استول شوي چې محکمه غور ورباندې وکړي."

په دې قضیه کې دوه برحال جنرالان، یو متقاعد جنرال، یو برحال ډګروال، یو متقاعد ډګروال او دوه تورن افسران نیول شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، لومړی د دغو افسرانو یو تن نیول شوی و، خو تر پلټنو وروسته څارنوالانو نور کسان هم د جعل کارۍ، اختلاس او له دندې د ناوړه ګټه اخيستنې په تور ونیول او دوسیه‌یې محکمې ته معرفي شوه.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته وویل:

"د دې قضیې مؤظفو څارنوالانو وموندله چې پر یوه کس سربېره چې تورن دی، اووه تنه نور چې درې جنرالان هم په‎کې دي، په‎دې قضیه کې ښکېل دي او پر هغوی تورونه پورې شول."

ښاغلی رسولي وایي، څارنوالانو ثابته کړې چې دغو کسانو د څه باندې یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو او دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت اختلاس کړی دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د محکمې تر وروستۍ پرېکړې، د دفاع وزارت د دغو افسرانو د هویت له ښودلو ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG