د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

د کورنیو چارو وزارت د مقروضینو په اړه د دغه وزارت اقدامات!


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له تمویل کوونکو بنسټونو سره په دغه وزارت کې د مقروضیت پر دوسیو ګډ کار پیل کړی دی.

د دغه وزارت تأمیناتي معین حمید طهماسي د سې شنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې د اعاشې د برخې دوسیې چې ۳ میلیارده افغانۍ کېږي تصفیه شوې دي.

د ښاغلي طهماسي په خبره پر ۱۳۵ نورو ساختماني دوسیو چې له ۹۱ څخه ۹۵ کلونو پورې دي ارزونه‌یې دوام لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزارت او د تمویل کوونکو بنسټونو ګډه کمېټه جوړه شوې او ټولې دوسیې یې څېړلې دي چې په ټوله کې ډونران د ځینو دوسیو د پیسو ورکړې ته حاضر شوي، خو په ځینو کې چې فساد موجود دی نه‌یې ورکوي."

د ښاغلي طهماسي په خبره شل دوسیې چې پیسې یې ورکول کېږي معلومې شوي او نورې یې له ستونزو سره مخامخې دي.

نوموړي فساد، سهل‌انګاري او د پروژې په پای کې د قراردادونو نه‌منظورېدل د دغه وزارت د مقروضیت اصلي ستوزې یادې کړې.

که څه هم ښاغلی طهماسی وايي چې د کورنیو چارو په وزارت کې فساد کم شوی خو څه موده وړاندې ولسمشر محمد غني د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه بللی و.

همداراز په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت د ارکان مرستیال ریچارد قیصر هم ویلي وو چې په کورنیو چارو وزارت کې اداري فساد او کمزوري مدیریت دغه وزارت له جدي ستونزو سره مخامخ کړی.

د فساد پر وړاندې د افغاني شبکې رئیس خان زمان امرخېل بیا د دغو دوسیو په ارزونه کې پر بشپړ شفافیت ټینګار کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کورنیو چارو په وزارت کې په تېر کې هم فساد و او اوس هم شته نو د دوسیو په ارزونه کې حتمي ده چې شفافیت په پام کې ونیول شي او له دې مسئلې نړیواله ټولنه او خلک خبر وي که نه د فساد لمن به لا پراخه شي."

د نوموړي په خبره په کورنیو چارو وزارت کې د فساد د له‌منځه وړلو لپاره تر هر څه وړاندې په تشکیلاتي جوړښتونو کې اساسي بدلونونو ته اړتیا ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG