د ریاض نړیوال کنفرانس کې د سخت دریځۍ په اړه په ۴ موضوع‌ګانو بحث کېږي

د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې نن د نړۍ د لسګونه هېوادونو مشران له داعش او په افغانستان او پاکستان کې د سخت دریځۍ سره د مبارزې په اړه خبرې کوي.

په دغې غونډه کې به له ټولې نړۍ نه د لوړپوړو کارپوهانو له لوري پر څلورو اساسي موضوع‌ګانو د ترورېزم راتلونکې، انلاین افراط‌پالنه له جرمونو او فساد سره اړیکه او په منځني ختیځ کې له ترورېزم او افراط‌پالنې سره د مبارزې څرنګوالي باندې بحث وشي.

افغان ولسمشر هم په دې کنفرانس کې ګډون کوي او د ولسمشرۍ ماڼۍ د مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال په خبره محمد اشرف غني به هغه ادرسونه په ډاګه کړي چې په افغانستان کې د دولت ضد سخت دریځې وسله‎واله ډلې تمویل او تجهیزوي.

دی وايي:

"دې کې شک نه‌شته چې هغو ادرسونو ته به اشاره کېږي چېرته چې ترورېزم شته، پټن‌ځایونه لري او ترورېزم تمویل او روزل کېږي، په مجموع کې دا د ټولې سیمې او نړۍ لپاره خطر دی."

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په ریاض کې دی او د امریکايي مقاماتو په وینا په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په دغې برخه کې د سخت دریځۍ او له هغې سره د مبارزې په باب به څرګندونې وکړي.

د ولسمشر ټرمپ د ادارې یوه مقام د نوم نه‌ښودلو په شرط خبري اژانسونو ته ویلي چې د ریاض په کنفرانس کې به په افغانستان او پاکستان کې سخت دریځي د یوه جدي او لوی بحث په توګه مطرح شي.

د افغان چارواکو سربېره چې د ریاض نننی کنفرانس د افغانستان لپاره ګټور ګڼي د چارو کارپوهان هم په دې باور دي چې د دې کنفرانس موقعیت او وخت د افغانستان حالاتو ته په کتنې سره مهم دی.

د سیاسي چارو افغان کارپوه روح‎الامین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا یو مهم موقعیت، مهمه غونډه په مهمو شرایطو کې ده. امریکا د منځني ختیځ د بحرانونو د نوي مدیریت په هڅه کې ده. یوه مسئله د سعودي په مشرۍ د ائتلاف ده او بله دا ده چې دې سیمه کې د امریکا حضور او ګټو د راتلونکې ده. فکر کوم دا یو مهم بحث دی او افغانستان په دې سترو سیالیو کې ښکېل دی."

سعودي عربستان په داسې وخت کې د داعش او په افغانستان او پاکستان کې د سخت دریځۍ پر ضد د مبارزې په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه دی چې متحده ایالات او ناټو تړون افغانستان ته د څو زرو اضافي سرتېرو د استولو او د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو په پیشنهادونو غور کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د وېډیو کنفراسن له لارې د ناټو استازو ته په وینا کې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې فعاله ترورېستي شبکې د ۲۰۰۱ میلادي کال په مقایسه اوس لس چنده پیاوړې او خطرناکې شوې دي.

د امریکا لوی درستیز جنرال جوزېف ډانفورډ بیا په روانه اوونۍ کې په بروکسل کې وویل، که ناټو افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو پلان لري نو دې ته په پام سره چې افغانستان د جګړې موسم ته داخلېږي، په دې اړه باید ژر پرېکړه وکړي.