اوچقون: د حزب اسلامي په اړه راپورته شوي خبرې یوه شایعه ده

د افغانستان د سولي عالي شورا هغه راپورونه یوازي آوازه بولي چې وایي، له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې خبري له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د دغي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي چې دواړه لورې د دغه بهیر بریالیتوب ته هیله من دي.

د افغانستان د سولي د عالي شورا چارواکي وایي، تر اوسه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له خوا داسي کوم سند دوی ته نه دي استول شوی چې ګڼې له حکومت سره دې د دوی د سولې بهیر له ماتې سره مخامخ شوی وي.

د سولي د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دواړو لور تر منځ د چمتو شوي مسودې پر ځینو برخو وضاحت غوښتی و چې ورته ورکړل شو او ورسره د دغې ډلې قناعت حاصل شو.

هغه زیاته کړه:

"ځینې خبرې چې د حزب اسلامي له خوا را پورته شوي دي، دا د یوې شایعې په حد کې ده، د حزب اسلامي رسیمي دریځ نه دی."

دا په داسي حال کې ده چې د شهادت په نوم یوې نشریې کې چې په حزب اسلامي پورې اړه لري راغلي چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې خبرې ستونزمني شوي دي.

په دغې نشریې کې همدا راز د افغانستان حکومت د دغو ستونزو مسوول بلل شوی دی او راغلي چې حکومت د موافقت نامې په متن کې بدلون راوستی چې دا د حزب اسلامي لپاره د منلو وړ نه ده.

خو د ښاغلي حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار په خپلې فیسبوک پاڼې کې لیکلي چې د سولې د خبرو په اړه تر اوسه حزب اسلامي کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې او نه هم د دغې ډلې کوم ویاند په دې اړه تبصره کړې ده.

خپله حزب اسلامي رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي

نوموړي لیکلي چې د سولې د توافق نامې په زیاترو مادو هوکړه شوې او یوازي یوه اختلافي ماده شته چې په اړه یې خبري جریان لري او د افغانستان حکومت د دغې مادې د حل په اړه ورته ډاډ ورکړی دی.

د حزب اسلامي د مذاکره کوونکي پلاوي استازي امین کریم هم ویلي چې د سولې د خبرو پیل د دوی نوښت و او دوی لا هم پر خپلې ژمنې ولاړ دي.

په همدې حال کې د افغانستان د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي ټينګار کوي چې له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو بریا د وسله والو طالبانو لپاره یو شین څراغ دی.

له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو بریا د وسله والو طالبانو لپاره یو شین څراغ دی

نوموړي زیاتوي:

"هیله من یو هغه مخور خلک پرې نږدي چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ واټن ډیر شي او یو واقعي سوله باید رامنځ ته شي، تر څو دا یو سرمشق وي د افغانستان نورو مخالفینو ته."

افغان حکومت شاوخو درې میاشتې مخکې له حزب اسلامي سره د سولې خبري پیل کړې چې په نتیجه کې یې دواړه لورو یو پنځه ویشت ماده یې متن چمتو کړ تر څو د ولسمشر او حزب اسلامي د مشر تر مطالعې وروسته لاسلیک شي.

خو لا هم دا سند د دواړو لورو له خوا نه دی لاسلیک شوی.

د چارو کارپوه بشیر بیژن وایي، د ګلبدین حکمتیار له خوا د سولې د سند د لاسلیک ځنډني کېدل دا ښیې چې دوی د سولې د خبرو دوام ته خوښ نه دي.

د ده په خبره دغه ډله د ځینو هېوادونو او کړیو تر اغېز لاندې ده او له حزب اسلامي غوښتل شوي چې د سولې له خبرو شاته شي تر څو دا د طالبانو او نورو وسله والو ډلو لپاره یو مثال و نه ګرځي.

راپور: محمد قسیم سوله مل