د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د حکومت او حزب اسلامي د ځینو غوښتونو پر سر خبرې روانې دي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د حزب اسلامي د ځینو غوښتنو په سر خبرې اترې روانې دي.

د جمهور رئیس غني یوه ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې د دې خبرو له پای ته رسیدو سره به دواړه لوري وروستی پرېکړې ته ورسېږي.

ارګ ماڼۍ وايي چې ځينو غوښتنو ته د رسیدو په صورت کې به ډېر ژر د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې وروستی توافقنامه لاسلیک شي.

د جمهور رئیس د ویاند یو مرستیال دوا خان مینه پال په دې مطلب له ټینګار سره وايي چې د دواړو لورو له خوا ځينې غوښتنې شته په کومو چې لا هم نظرونه ورکول کېږي.

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

هغه زیاته کړه:

"دا خبرې اترې کامیابه دي او ډېر ژر به ښاغلی حکمتیار په افغانستان کې ولرو چې د هېواد په سوله ییزه فضا کې به ژوند وکړي ځينې غوښتنې موږ او ځينې لا هم حزب اسلامي لري چې په هغه باندې خبرې کېږي او د حل قانوني او معقوله لارې ورته لټول کېږي، خو افغان حکومت به له هیڅ یوې ډلې سره د امتیاز او مخکني شرط له مخې سوله ونه کړي."

د افغان حکومت اود حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ترمنځ له دوو میاشتو راهیسې د سولې خبرې روانې دي چې په یاده موده کې دواړو خواو د سولې په یوه ۲۵ ماده ییز سند باندې هم توافق کړی.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي د انسخه وروستۍ ده او د تایید او لاسلیک لپاره افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ګلبدین حکمتیار ته استول شوې ده.

د دغه شورا د یوې سرچینې په وینا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو څرنګوالی په انتخاباتي کمېسیونو او نورو دولتي بنسټونو کې د حزب اسلامي استازو ته د ونډې ورکړه، دګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له عمده نوو غوښتنو څخه دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي په دې باور دی چې له افغان حکومت سره د حکمتیار یو ځای کېدل به د هېواد په روان امنیتي وضعیت څه اغیز ونه لري.

ښاغلي سعیدي وايي د حزب اسلامي غوښتنې په اساسي قانون کې د بدلون په معنی دي او د دې کار صلاحیت یوازې لویه جرګه لري نه حکومتونه.

په اساسي قانون کې بدلون راوستل د جمهور رئیس نه بلکي د لویې جرګې کار دی
په اساسي قانون کې بدلون راوستل د جمهور رئیس نه بلکي د لویې جرګې کار دی

نوموړي زیاته کړه:

"د اساسي قانون په مادو کې بدلون راوستل د جمهور رئیس نه بلکي د لویې جرګې کار دی، تر هغې چې لویه جرګه جوړه نه شي تر هغې په قانون کې د تغیراتو راستل او د حکمتیار غوښتنې بې منطقه دي،د افغانستان کمزوري دلته ده چې هر چا ته ارزښت ورکوي او د دې پر ځای چې دلته ځينې کسان مجازات شي امتیاز غواړي."

له دې ټولو سره د حزب اسلامي تازه غوښتنې او په دې اړه د نظرونو اخیستل د دې سبب شوي چې له افغان حکومت سره د دغه حزب د سولې مزل څه اوږد شي.

خو د جمهور ریس د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ټینګار کوي چې د سولې په هر ډول خبرو کې باید لا له وړاندې شرطونه مطرح نه وي او نه به هم چاته د سولې خبرو په بدل کې امتیازات ورکړل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG