د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

غورځنګ: حزب اسلامي هیڅ داسې نوی شرط نه دی اضافه کړی


د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه راپورونه ردوي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د سولې لپاره نوي شرطونه او غوښتنې مطرح کړي دي.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ وایي، حزب اسلامي د سولې په تفاهم لیک کې هیڅ داسې نوی شرط نه دی اضافه کړی چې له دوی سره دې د سولې خبرو ته دې خنډ جوړ کړي.

ښاغلي غورځنګ د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له حزب اسلامي سره خبرې په بریالۍ توګه مخ ته ځي او داسې هیلې شته چې ژر به نتیجه ورکړي.

ښاغلي غورځنګ زیاتوي:

"د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې چې د سولې شورا په منځګړیتوب پيل شوي، ډیرې ښې مخ ته ځي، د نتیجې لپاره یې چې طبیعتاً هماغه تفاهم لیک دی، ډېر ښه نیت موجود دی، هیلې دا دي چې ډېر ژر وروستۍ پریکړې ته ورسیږو، هیڅ داسې نوی شرط چې د سولې د خبرو خنډ وګرځي نه دی مطرح شوی."

اسوشیټېډ پرېس: حزب اسلامي د سولې د خبرو د تفاهم لیک لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي
اسوشیټېډ پرېس: حزب اسلامي د سولې د خبرو د تفاهم لیک لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي

ملي امنیت شورا دغه ډاډ په داسې حال کې ورکوي چې په دې وروستیو کې اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړ چې حزب اسلامي د سولې د خبرو د تفاهم لیک لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي دي.

دغه اژانس ویلي چې له امریکا سره د امنیتي قرارداد لغوه کول او د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالویش ټاکل د دغو شرطونو له ډلې څخه دي چې حکومت ته یې منل ناممکنه دي.

له دې وړاندې د سولې عالي شورا ویلي، له حزب اسلامي سره د شوي تفاهم طرحه ۲۰ مادې لري چې د سولې ټول شرایط په کې په پام کې نیول شوي دي.

د دغه تفاهم لیک لومړنۍ طرحه د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ شاوخوا یوه میاشت وړاندې وروستۍ شوه چې بیا یې یوه کاپي ولسمشر محمد اشرف غني او ګلبدین حکمتیار ته وسپارل شوه.

سلیم وایي، هغه راپورونه یوازې تبلیغات دي
سلیم وایي، هغه راپورونه یوازې تبلیغات دي

په همدې حال کې د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم وایي، هغه راپورونه یوازې تبلیغات دي چې ویل کیږي حزب اسلامي د سولې لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي.

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"له تفاهم پرته موږ سره د حزب اسلامي ملګرو هیڅ شی نه دی شریک کړی، په رسمیاتو کې همدغه تفاهم لیک دی، کله یې چې متن وروستی شو بیا نو وویل شول چې هیڅ ډول نقض په کې نشته، د حزب اسلامي دوستان تللي، موږ یې راتګ ته انتظار یو چې راشي او دغه تفاهم لیک لاسلیک کړي."

ښاغلی سلیم وایي، د حزب اسلامي پلاوی چې د دویم ځل لپاره کابل ته راغلی تراوسه دغې شورا ته نه دی ورغلی.

له دې وړاندې بیا جمهوري ریاست ویلي چې د سولې بحث ډیر لوی دی او باید نتیجو ته یې زغم او صبر وشي.

معلومه نه ده چې په دې برخه کې به د ملي امنیت شورا او که د لویدیځو رسنیو راپورونه واقعیت ولري، خو د دغې پوښتنې ځواب په کابل کې د حزب اسلامي پلاوي ته معلوم دی، چې له پرله پسې اړیکو سره سره یې په نظر اخیستو بریالي نه شو.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG