د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

سلیم: له حزب اسلامي او طالبانو سره د سولې لپاره هېڅ خنډ نشته


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي ګوند سره د سولې د خبرو پرمهال له هېڅ ډول خنډ سره نه دي مخ شوي او ډاډه دي که له طالبانو سره هم خبرې پیل شي ممانعت به یې ونه شي.

د دغې جرګې مرستیال عطا الرحمان سلیم په کابل کې د سولې د جرګې له لوري جوړې شوې غونډې ته په تاکید دا وویل چې له حزب اسلامي او طالبانو سره د مذاکرې لپاره په ملي او نړیواله کچه هېڅ خنډ نشته.

له حزب اسلامي او طالبانو سره د مذاکرې لپاره په ملي او نړیواله کچه هېڅ خنډ نشته.
له حزب اسلامي او طالبانو سره د مذاکرې لپاره په ملي او نړیواله کچه هېڅ خنډ نشته.

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"د سولې د عملیې په برخه کې نه له حزب اسلامي او نه هم د طالبانو له تحریک سره که احتمالاً پیل شي زه فکر کوم په اوسنیو شرایطو کې ملي خنډ او بین المللي خنډ نشته او نه هم په حکومت کې پراګندګي موجوده ده."

ښاغلي سلیم دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د سولې د جرګې له لوري په جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د سولې جرګې د رهبرۍ شورا غړی خلیل الله صافی وايي، یاده جرګه غیرې دولتي او د هېواد له سیاسي او مخورو شخصیتونو څخه جوړه شوې ده او هڅه کوي د دولت او وسله والو مخالفیتونو ترمنځ د درېیم ګړي په توګه بې طرفه رول ولوبوي.

د سولې عالي شورا په داسې حال کې د سولې د خبرو پر وړاندې د خنډونو له نه موجودیته خبرې کوي چې وړاندې د سولې د خبرو لپاره کابل ته د حزب اسلامي راغلي پلاوي ویلي و، هغه کسان چې په جګړه کې خپله ګټه ګوري، د سولې پرځای د جګړې دوام غواړي.

تر دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د طالبانو نوی مشر مولوي هبت الله اخندزاده د ترهګرو په تور لېست کې نه دی شامل او دی باید له یادې موقع په استفادې د سولې له پروسې سره یوځای شي.

له دې ټولو سره ـ سره په پخواني حکومت کې د کورنیو چارو وزیر او په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر داوودزی بیا وايي د پاکستان له لارې په افغانستان کې د سولې ټینګښټ امکان نه لري.

نوموړي د سولې جرګې په جوړه شوې غونډه کې تاکید وکړ تر هغې چې پاکستان پر افغانانو خپلې غوښتنې ونه مني هیڅکله به د سولې په برخه کې رښتینې همکاري ونه کړي.

داوودزی بیا وايي د پاکستان له لارې په افغانستان کې د سولې ټینګښټ امکان نه لري
داوودزی بیا وايي د پاکستان له لارې په افغانستان کې د سولې ټینګښټ امکان نه لري

ښاغلي داوودزي زیاته کړه:

"پاکستان وايي چې تاسو له هند سره خپلې اړیکې داسې ټیټ حد ته ورسوئ چې موږ یې درته وایو او دوهم دا چې د ډیورنډ کرښه باید د رسمي سرحد په توګه وپیژنئ اوس چې د پاکستان دا هدف نه شو پوره کولای بیا نو له پاکستانه د رښتینې همکارۍ تمه باید ونه لرو."

د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاوالحق امرخېل چې په یاده غونډه کې یې ګډون کړی و وايي ضروري ده چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره داسې درېیم ګړې ډله چې دواړو خواوو هم افغان حکومت او هم طالبانو ته د منلو وي رامنځته او په پوره رښتینوالي د سولې پروسه پرمخ یوسي.

د امرخېل په وینا که یاده درېیم ګړې بې طرفه خوا ولس ته په مراجعې او له نړیوالې ټولنې سره په تفاهم د سولې خبرو رامخته شي لېرې به نه وي چې دغه پروسه مثبته نتیجه ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG